ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو تړون د ۲۰۲۲ کال تر جنورۍ وغځېد

ننګرهار کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو تړون د ۲۰۲۲ کال تر جنورۍ وغځېد

author avatar
12 Oct 2021 - 16:11
ننګرهار کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو تړون د ۲۰۲۲ کال تر جنورۍ وغځېد
author avatar
12 Oct 2021 - 16:11

جلال اباد (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۰): د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست چارواکي وايي، د نظام له ړنګېدو سره په دغه ولایت کې روغتیايي خدمات له خنډ او ځنډ سره مخ شوي وو خو اوس دغه ستونزه حل شوې او د هیلت نیټ او اډا له نړیوالو روغتیايي ادارو سره شوي قراردادونه د ۲۰۲۲ کال تر جنورۍ میاشتې غځول شوي دي.

د روان زېږدیز کال د اګسټ میاشتې په ۱۵مه د جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو د نظام له منځته راتګ وروسته په ننګرهار کې دولتي روغتيايي سکټور له ګڼو ستونزو سره مخ شوی و.

په دې موده کې د ډاکټرانو او نورو روغتيايي کار کوونکو د معاشونو له بندېدو نيولې، په روغتيايي مرکزونو کې درمل، د جنراتورونو او موټرو د تېلو او حتی ناروغانو ته ورکول کېدونکي خوراکي توکي هم خلاص شوي وو.

د ننګرهار ولايت د اوسېدونکو شکايت دا و چې هره ورځ روغتيايي مرکزونو ته د درملنې لپاره ورځي خو درملنه يې ځکه نه کېږي چې درمل موجود نه وي.

نقيب الله چې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی دی او هلته د خښتو په بټۍ کې مزدوري کوي وايي، د شخصي درملنې توان يې نه درلود او په دغه موده کې يې د کورنۍ درې غړي ناروغان شوي خو د ولسوالۍ کلينک کې يې درملنه نه کېدله ځکه هلته درمل موجود نه وو.

دی وايي، مجبور شوی چې د جلال اباد سيمه یيز روغتون ته خپل ناروغان يوسي خو هلته هم د درملو د نشتون له امله يې ناروغان بې درملنې پاتې شوې دي.

د ننګرهار يو دولتي ډاکټر چې په يو روغتيايي مرکز کې دنده لري پژواک ته يې د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې دغه موده کې د ډاکټرانو معاشونه هم بند شوي وو.

خو د ننګرهار د عامې روغتيا رييس عبدالرحمن فاتح وايي، چې تازه دغه ستونزه د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر ۲۱مې نېټې پورې حل شوې او هڅې روانې دي چې نور هم دغه قرارداد اوږد شي.

د هغه د معلوماتو له مخې په تمديد شوي قرارداد کې روغتيايي مرکزونو ته د درملو، خوراکي توکو، تېلو او کار کوونکو ته د معاشونو او نورو لګښتونو ورکړه شامل ده.

هغه زياته کړه: ((د معاشونو ستونزه هم الحمدالله يو څه حل شوې، اکثرو ته د يوې او دوو مياشتو معاشونه حواله شوي نور به ان شاء الله ستونزه حل شي.))

د يادونې ده، د ننګرهار ولايت روغتيايي خدمات د هېلت نیټ/Health Net . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.