ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا د افغانانو د تخلیې لپاره نوی همغږي کوونکی ګومارلی

امریکا د افغانانو د تخلیې لپاره نوی همغږي کوونکی ګومارلی

author avatar
13 Oct 2021 - 14:47
امریکا د افغانانو د تخلیې لپاره نوی همغږي کوونکی ګومارلی
author avatar
13 Oct 2021 - 14:47

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۰): د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د امریکا مخکنۍ ډيپلوماته الیزابت جونز یې د افغان ګډوالو د لېږدولو لپاه خپله نوې همغږې کوونکې ټاکلې ده.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس پرون سې شنبې ویلي چې مېرمن جونز له دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې او وروسته یې د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالتونو د استازي د مرستیالې په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه زیاته کړه چې نوموړې به له افغانستانه د افغانانو د ایستلو بهیر تر هغه مهاله څاري څو هغوی په متحده ایالتونو کې ځای پر ځای شي.

پرایس وایي چې واشنګټن په دغه اقدام سره هڅه کوي چې د زیان لیدونکو افغانانو پر بېرته ځای پر ځای کولو تمرکز وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دغه اقدام به د زیان منونکو اتباعو د ایستلو او بیا مېشت کېدو پر بهیر ښه اغېز وکړي او په ورته مهال به د متحده ایالتونو اړوندو ادارو او نړیوالو شریکانو ترمنځ همغږي اسانه کړي.

د یادونې ده، د امریکا له لوري د اګسټ له ۱۵مې تر ۳۰مې له افغانستانه نږدې ۱۲۵زره افغانان ایستل شوي او دا مهال له ۵۰زرو ډېر هغوی د امریکا پوځي کمپونو ته وړل شوي دي.

خو اوس هم د بهرنیو اتباعو، امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې وېزې (SIV . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.