ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نفتي توکو بیې د تېر کال د همدغه وخت په پرتله ۵۸ سلنه لوړې شوې دي

د نفتي توکو بیې د تېر کال د همدغه وخت په پرتله ۵۸ سلنه لوړې شوې دي

author avatar
14 Oct 2021 - 15:38
د نفتي توکو بیې د تېر کال د همدغه وخت په پرتله ۵۸ سلنه لوړې شوې دي
author avatar
14 Oct 2021 - 15:38

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۰):  لرګي پلورونکي خبر ورکوي چې د تېر کال د همدې وخت په پرتله د لرګیو، ډبرو سکرو، بوره ارې بیه لږ ټیټه شوې او وايي، د یادو موادو د پلور کچه ۹۵ سلنه کمه شوې ده.

لرګي پلورونکي وايي چې د سیاسي نظام له تغییر وروسته یې د فقر او بېوزلۍ له امله د پلور اندازه کمه شوې ده.

د یادونې ده، د روان کال د زمري په ۲۴مه د نظام له تغییر وروسته ټولې دولتي او ځینې خصوصي ادارې وتړل شوې او کارکوونکي یې بېکاره شول. خو له څه وخت وروسته ځیني دولتي کارکوونکي خپلو دندو ته بېرته ستانه شول، خو لا هم د ډېری دولتي او خصوصي ادارو کارکوونکي کار نه لري.

د محدود شمېر کارکوونکو معاشونه د حاکم نظام له خوا ورکړل شوي، خو اوس هم د ډېری دولتي ادارو کارکوونکو معاشونه نه دي اخیستي او د اکثریت ادارو، بنسټونو او خصوصي موسسو کارکوونکي د ادارو د تړل کېدو له امله بېکاره او معاشونه یې نه دي ترلاسه کړي.

لرګي پلورونکي د پلور اندازې د ۹۵ سلنه کمېدو له امله اندېښمن دي

د کابل ښار چمن ببرک سیمه کې د منیر په نوم یوه لرګي پلورونکي پژواک ته وویل، سږ کال د تېر کال د همدې وخت په پرتله د یو خروار بې پوست بلوط لرګیو بیه له ۸۵۰۰ څخه ۷۵۰۰ او د یو خروار ارچې بیه له ۸۵۰۰ څخه ۷۵۰۰ افغانۍ ته ټیټه شوې ده.

هغه د دې په روښانولو چې د لرګیو بیه د تېر کال په پرتله ټيټه شوې، وايي: ((خلک یې د پېر توان نه لري؛ ځکه د دې ترڅنګ چې ډېری خلک بېکاره شوي، هغه مامورین چې دندې لري هم شاوخوا درې یا څلور میاشتې یې معاش نه دی اخیستی، له همدې امله د لرګي د پېر توان نه لري.))

د خیرخانې په لب جر څلورلارې کې د عبدالغفار محمدي په نوم د لرګیو او بوره ارې پلورونکي پژواک ته وویل، د کونړۍ ارچې د یو خروار بوره ارې بیه له ۱۱زره څخه اته زره افغانۍ ته ټيټه شوې ده.

هغه د پلور اندازې پر کمېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، تېر کال یې هره ورځ له ۱۰ تر ۲۰ خروار بوره اره پلورله، خو اوس هره ورځ شاوخوا درې خرواره پلوري.

د ډبرو سکرو یوه پلورونکي نورالله چې د مارکېټ او سرسبزۍ څلورلارې ترمنځ دوکان لري، وویل، سږ کار د تېر کال په پرتله د یو خروار ډبرو سکرو بیه له ۷۸۰۰ څخه ۶۵۰۰زره افغانۍ ته ټيټه شوې ده.

هغه د ډبرو سکرو د بیې ټیټېدو لامل بېکاري، فقر او له هېواده د پانګوالو تېښته وبلله او ویې ویل، د تېر کال په همدې ورځو کې یې هره ورځ له ۳۰ تر ۴۰ خرواره ډبرو سکاره پلورل، خو سږ کال هره ورځ تر اته خرواره ډېر پلور نه لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د ډبرو سکرو پلورونکي محمد کریم وویل، د تېر کال په پرتله سږ کال د یوې بوجۍ کوچنیو وطني سکرو بیه له ۱۵۰۰ افغانۍ څخه ۱۳۰۰ افغانۍ او د یوې کوچنۍ بوجۍ پاکستاني سکرو بیه له ۱۲۰۰ افغانۍ څخه ۹۰۰ افغانۍ ته را ټيټه شوې ده.

د ده په خبره، سږ کال د تېر کال په پرتله د یوې لویې بوجۍ وطني سکرو بیه له ۱۸۰۰ افغانۍ څخه ۱۶۰۰ افغانۍ او د یوې وړې بوجۍ پاکستاني سکرو بیه له ۱۳۰۰ څخه ۱۰۰۰ او ۱۱۰۰ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

د نفتي توکو بیې ۵۸ سلنه لوړېدل

د کابل ښار په تایمني څلورلاره کې د هاشمي تېلو ټانک یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، سږ کال د تېر کال په پرتله د یو لېتر پټرولو بیه له ۴۰ څخه ۷۲ افغانۍ او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۳۹ څخه ۶۳ ته لوړه شوې ده.

هغه د نظام تغییر، د افغانستان پانګې کنګل کېدل او وارداتو کمښت په کابل ښار کې د تېلو بیو لوړېدو عوامل وبلل.

د کابل ښار په تایمني سیمه کې د علي رضا په نوم یوه ګاز پلورونکي وویل، نن د یو کیلو مایع ګاز بیه ۸۵ افغانۍ ده، خو تېر کال په همدې ورځو کې یو کیلو مایع ګاز په ۶۰ افغانۍ پلورل کېده.

د توکو د بیو له لوړېدو د خلکو شکایتونه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.