ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسکو سبا د افغانستان په اړه ناسته لري خو امریکا په کې ګډون نه کوي

مسکو سبا د افغانستان په اړه ناسته لري خو امریکا په کې ګډون نه کوي

author avatar
19 Oct 2021 - 10:19
مسکو سبا د افغانستان په اړه ناسته لري خو امریکا په کې ګډون نه کوي
author avatar
19 Oct 2021 - 10:19

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۰): سرچینو لیکلي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان په اړه لومړنۍ غونډې ته د د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ لوړپوړی پلاوی مسکو ته تللی دی.

د حکومت رسمي سرچینو تراوسه د مسکو غونډې ته د پلاوي ورتګ په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو ته ځينو نږدې سرچینو په خپلو ټوېټرپاڼو کې لیکلي چې تېره شپه د حکومت یو پلاوی مسکو ته روان شوی دی.

‌‌ذاکر جلالي لیکلي: “مسکو ناسته کې د ګډون په موخه د رياست الوزرا د مرستيال م. عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ااا لوړپوړی پلاوی د مسکو په لور وخوځېده.”

ده زیاته کړې، پلاوی به د مسکو ناسته کې د ګډون ترڅنګ د ناستې په څنډو کې د ګڼو هېوادونو له استازو سره دوه اړخيزې او څو اړخيزې ناستې ولري.

له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یادې ناسته کې د رییس الوزار د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د یوه پلاوي ګډون تایید کړی دی.

سرچینو لیکلي، تمه ده چې په دغه ناسته کې به په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په تړاو بحث وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د دغې ناستې موخه د افغانستان نوي حکومت ته له نړیوالې ټولنې سره ښو اړیکو ته لاره هوارل دي او نوی حکومت دې، دې ته نه پرېږدي چې منزوي شي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په خبري کنفرانس کې بیا ویلي چې د لوجستیکي ستونزو له امله امریکا نه شي کولی د افغانستان په تړاو د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.

بل خوا ایران هم تېره ورځ خبر ورکړی چې د اکتوبر په ۲۷مه (راتلونکې اوونۍ) په یاد هېواد کې د افغانستان په تړاو د افغانستان د شپږو ګاونډیانو کنفرانس جوړوي.

Visits: 326

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.