ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روسیې غونډه؛ افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول هر ډول ستونزې حلوي

د روسیې غونډه؛ افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول هر ډول ستونزې حلوي

author avatar
20 Oct 2021 - 18:39
د روسیې غونډه؛ افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول هر ډول ستونزې حلوي
author avatar
20 Oct 2021 - 18:39

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۰): د مسکو په غونډه کې له افغانستان سره په مرستو ټینګار وشو، روسیې ټولګډونه حکومت د افغانستان د ستونزو حل لار وبلله او چین له افغان حکومت سره کار کولو ته چمتووالی وښود.

دغه راز روسیې افغانستان کې اوسنی ناوړه وضعيت د لوېدیځو هېوادونو د تېر ماموریت پایله بللې، ترکمنستان ویلي چې د دولت تشکل د افغانستان په خلکو پورې اړه لري او هند د نورو هېوادونو تر څنګ له افغانستان سره په بشري مرستو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د رییس الوزار مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي ویلي چې افغانستان له نړۍ سره هر ډول متمدن تعامل ته چمتو دی او د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.

نن (چهارشنبه) په مسکو کې د افغانستان د مسایلو په اړه د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۱۱هېوادونو د استازو غونډه جوړه شوه.

د راپورونو له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یاد غونډې ته وویل چې په افغانستان کې اوسنی ناوړه وضعيت د لوېدیځو هېوادونو د تېر شل کلن ماموریت پایله ده.

دی وايي: “افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول هر ډول ستونزې حلوي.”

هغه په لوېدیځو هېوادونو غږ کړی چې افغانستان سره تر معمول ډېره او بیړنۍ مرسته وکړي.

ده له ملګرو ملتونو غوښتي چې افغانانو سره د بشري مرستو د نړیوالې پروسې مشري پر غاړه واخلي.

سرګي لاوروف ویلي، د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو په رسمیت نه پېژندل او افغانستان کې شته اقتصادي او بشري ستونزې ښيي چې دا هېواد لا هم ثبات نه لري او له دغه وضعيت څخه داعش او القاعده ډلې استفاده کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال ذبیح الله مجاهد په خپلې ټوېټرپاڼې په یاده غونډه کې د ځینو ګډونوالو څرګندونې لیکلې دي.

دی وايي، چين د مسکو فارمټ کې د افغانستان د استازو له ګډون او څرګندونو ملاتړ وکړ، له ګډونوالو یې وغوښتل چې له افغانستان سره مرسته وکړي، تر څو د افغانستان خلک خپل هېواد بياورغوي.

هغه د چین استازي له قوله لیکلي، چین د طالبانو په مشرۍ حکومت سره کار کوي.

د مجاهد په وینا، د چین استازي ویلي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نړيواله ټولنه بايد په تېرو دوو مياشتو کې ښه پرمختګونه وهڅوي.

هغه لیکلي، په دغه غونډه کې د هند استازي ویلی چې د افغانستان له خلکو سره باید بشري مرستې وشي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال وزیر وایي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په یاده غونډه کې ویلي چې د دولت تشکل د افغانستان په خلکو پورې اړه لري او ترکمنستان افغانستان سره بې طرفانه اړیکې لري.

په یاده غونډه کې د افغانستان د حکومت په استازیتوب د رییس الوزار مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ پلاوي ګډون کړی دی.

حنفي په دغې غونډه کې ویلي چې طالبان د یوه مسوول حکومت په توګه ټولې نړۍ سیمې او ګاوندیانو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان امنیت د ډاډ وړ دی، نږدې او لرې هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته.

دی وايي، دوی هڅه کړې نوي اسلامي حکومت کې د ټولو قومونو ونډه باوري کړي او د اصلاحاتو بهیر روان دی.

هغه مخکنی حکومت فاسد بللی او ویلي یې دي چې تېر حکومت تر وروستیو شېبو ونه شو کړای چې د فساد مخه ونیسي.

حنفي زیاتوي، دوی له نړۍ او ګاونډیانو سره داسې اړیکې غواړي چې پر متقابل احترام او ملي حاکمیت ته په درناوي ولاړې وي.

د هغه په وینا، افغانستان له نړۍ سره هر ډول متمدن تعامل ته چمتو دی، نړۍ دې د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني او امریکا دې د افغانستان پانګه له کنګل حالت څخه وباسي.

د یادونې وړ ده چې روسیې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د افغانستان په اړه د غونډو لړۍ پیل کړې ده. وروستۍ غونډه یې تېر کال وه.

Visits: 485

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.