ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسیې، چین او پاکستان له افغانستان سره بشري مرستو ته لېوالتیا ښودلې ده

روسیې، چین او پاکستان له افغانستان سره بشري مرستو ته لېوالتیا ښودلې ده

author avatar
20 Oct 2021 - 15:24
روسیې، چین او پاکستان له افغانستان سره بشري مرستو ته لېوالتیا ښودلې ده
author avatar
20 Oct 2021 - 15:24

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۰): روسیه، چین او پاکستان لېوال دي چې د مسکو په غونډه کې له افغانستان سره بشري مرستي اعلان کړي، خو روسیه وایي چې د افغانستان د نوي حکومت پر رسمیت پېژندل د یادې غونډې په اجنډا کې نشته.

دغه څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت کړې دي.

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د مسکو غونډه نن جوړه شي؛ په دغه غونډه کې د افغانستان په ګډون د ۱۱ هېوادونو استازي ګډون کوي. له افغانستان څخه د ريیس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوی دغه هېواد ته تللی دی.

د روسیې، چین او پاکستان استازو پرون د سې شنبې ورځ په مسکو کې د افغانستان پر اړوند سیاسي، امنیتي او له شخړې وروسته مسایلو بحث او خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، درې واړو هېوادونو د امنیتي ګواښونو په اړه خبرې کړې او افغانستان ته یې د بېړنیو بشري او اقتصادي مرستو د برابرولو لپاره خپله ګډه اراده څرګنده کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، روسیه تمه لري چې طالبان پر خپلو ژمنو په تېره بیا د ټولګډون حکومت د جوړولو په برخه کې ودرېږي.

هغه ویلي: «د طالبانو پر رسمیت پېژندل په اوسني وخت کې د بحث موضوع نه ده، خو له هغوی سره په تماس کې یو، دوی ته وايو چې واک ته د رسېدو پر مهال پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد یوې روسي رسنۍ ته ویلي، ټاکل شوې چې د افغانستان د حکومت چارواکي د مسکو په ناسته کې د نړۍ له هېوادونو د اقتصادي او سیاسي مرستو غوښتنه وکړي.

Views: 173

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.