ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاروق اعظم: د ټولګډونه په نوم حکومت کې د پخوانیو«مفسدینو» شاملول ناروا ده

فاروق اعظم: د ټولګډونه په نوم حکومت کې د پخوانیو«مفسدینو» شاملول ناروا ده

author avatar
24 Oct 2021 - 15:36
فاروق اعظم: د ټولګډونه په نوم حکومت کې د پخوانیو«مفسدینو» شاملول ناروا ده
author avatar
24 Oct 2021 - 15:36

کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۰): د افغانستان سوله ییز بدلون بنسټ مشر ډاکټر فاروق اعظم وايي، تېر حکومت دوحه کې په ایماندارۍ مجلس ته نه و ناست، په خپله د نظام د له منځته تلو لامل شو او اوس د ړنګ نظام راپورته کول او له نړۍ سره یې تعامل وخت غواړي.

دغه راز هغه وایي، له هېواده د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په وتلو سره جګړه ختمه شوه، اوس کار باید اهلو کسانو ته وسپارل شي، خو که نړۍ د ټولګډونه په نوم حکومت کې د پخوانیو «مفسدینو» شاملول غواړي، نو دا بیا له ولس سره یوه ناروا ده.

د تېر حکومت جوړښت او ړنګېدل

د افغانستان د سوله ییز بدلون بنسټ مشر، سیاسي او جهادي شخصت ډاکټر فاروق اعظم له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د افغانستان مخکنی حکومت بهرنیانو جوړ کړی و چې د امریکا په برید پیل شو او له لومړي سره د افغانانو خدمت لپاره نه و.

دی زیاتوي:«بوش ویلي و چې افغانستان ابادوو او یو ماسټر پلان ورته پلی کوو، خو جوبایډن څه وخت مخکې وویل چې موږ هیڅ کله افغانستان ته د ابادېدو لپاره نه وو تللي، کوم کومکونه یې چې کړي و، د دوی له تللو سره ختم شول، مثلا په میلیونونو ډالر یې انتخاباتو ته ورکړل، خو هر انتخابات تر بل انتخاباتو وروسته د شرم وړ و، تاسو به ټوله دنیا کې نه وي لیدلي چې دوه رییس جمهوران دې په عین وخت کې د یوه دېوال ترمنځ لوړه کوي. په ښه حکومت او پوځ یې تر یو ټریلیون ډېر ډالر ولګول، خو دا پیسې په بنیادونو ونه لګول شوې.”

د ده په وینا، د امریکا جوړ کړی نظام تر ډېره طالبانو راونه پرځاوه، حکومت په خپله د نظام د لامنځته تلو لامل شو؛ ځکه بنسټونه یې سم نه و او فساد په کې ډېر و.

د هغه په وینا، د چا په لاس کې چې حکومت و، د وطن لپاره یې خدمت نه کاوه. دی د بېلګې په توګه زیاتوي چې د تېر حکومت ډېر وزیران میلیونران شول.

فاروق اعظم زیاتوي:”د مخکني حکومت چارواکو ویل چې امریکا نه وځي؛ اوباما او ټرمپ وویل چې دوی وځي، خو دلته حکومت نه منله او دوی ورته خوشحاله هم نه و او نه یې د هغوی وتلو ته چمتووالی نیوه. ما به ورسره خبرې کولې چې که امریکا ووځي تاسو به څه کوئ، خو هغوی ویل امریکا نه وځي. کله چې امریکا په ټینګار وویل چې مې میاشت کې وځي نو دلته د حکومت روحیات کمزوري شول او کومې پیسې چې وې پر هغه حکومت چور جوړ کړ. دا چې نظام به دوه کاله بعد سقوط کاوه، په ضرب د څو میاشتو کې سقوط شو.”

دی زیاتوي، د دوحې تړون یو بند کې د انتقالي حکومت مسئله وه خو کابل کې حکومت ورته په داسې حال کې حاضر نه و چې دلته نظام هسې په هوا ولاړ و او جنګ دومره شدید و چې د ورځې په کې ۵۰۰ کسان وژل کېدل او مخکنی ولسمشر محمد اشرف غني په دې هرڅه پوهېده.

اعظم له افغانستانه د غني وتلو ته اشاره کوي، وایي:”امریکا چې ځان وښکه، کېدای شي غني دا فکر کړی وي چې راځه ته یې هم پرېږده او په دې سره یې امریکا ته یوه ضربه ورکړه. غني یو ښه کار دا وکړ چې جنګ یې ختم کړ، د هغه په وتلو کابل له تباهۍ خلاص شو. که دی پاتې وای، نو جنګ به و؛ ځکه دلته به دی و، پوځ به و، خو افغانستان به طالبانو نیولی و. کابل به محاصره و، پر کابل به راکېټونه اورېدل…”

هغه وایي، ګومان نه کوي چې غني به قصدا هېواد پرې اېښی وي، هغه مجبوره شوی دی.

د اعظم په خبره، کله داسې هم کېږي چې یو کار دې په اراده کې نه وي خو که پېښ شي د سړي په خیر تمامیږي. دی زیاتوي د غني په اراده کې به وروستي وتل نه و خو ښه وشو چې جنګ ختم شو او په دې سره هغه “جنګ سالاران” طالبانو ته په ډاګ پرېښودل.

د هغه په وینا، مخکنی حکومت په دوحه کې په ایماندارۍ مجلس ته نه و ناست، پلاوي یې د اوربند له کولو بله اجنډا نه درلوده، له همدې امله فرصت یې له لاسه ورکړ ترڅو یو سالم انتقال شوی وي خو چې ونه شو نو ځکه فاجعه رامنځته شوه.

د پرځېدلي نظام راپورته کول وخت غواړي

ډاکټر فاروغ اعظم وايي:”دا چې نظام انتقال نه شو او سقوط شو نو د سقوط شوي حکومت راپورته کول یوازې طالب ته نه، بلکې هر حکومت ته سخته ده. دنیا هم له طالبانو سره وخت ته ضرورت لري او طالب هم دنیا سره وخت ته ضرورت لري. دنیا شل کاله ویل چې طالب دوښمن دی، طالب تروریست دی، خو یو دم په یوه ورځ طالب حاکم شو نو اوس دنیا مجبوره ده چې ګوزاره ورسره وکړي. دوی خپل قومونه نه شي قانع کولی، کولی نه شي چې یو دم یې په رسمیت وپېژني اوس دا په کار ده چې طالبان له امریکا سره کومک وکړي. امریکا ته باید وروښيي چې دوی تغیر کړی دی. امریکا باید له طالبانو سره نه بلکې د افغانستان ملت سره کومک وکړي.”

د دغه جهادي شخصیت په وینا، پخوا هم افغانستان پر خپلو پښو نه و ولاړ، د هېواد پر اقتصادي بحران یوه مصنوعي پرده وه، مخکې اقتصاد ۹۶ سلنه پر بهرنیو مرستو متکي و، یعنې بهرنیانو چلاوه خو چې اوس هغه نشته نو دا د طالب مسئله نه ده که بل هر څوک هم راشي او نړیول مرسته ونه کړي نو همداسې حالت به وي.

هغه وویل چې که نړۍ له افغانستان سره مرسته نه کوي نو جنایت کاره ځکه دي چې غواړي له خپلو پیسو سوءاستفاده وکړي.

ده زیاته کړه، طالبانو ته په کار ده چې د مملکت شرایط او د دنیا حالات درک کړي، ځینې شیان شته چې په هغو کې هيڅ اسلامي حرج نشته، لکه افغانستان کې لېسې دي چې د ظاهرشاه له وخته نجونې په کې دي، نو د دغو لېسو پرانیستل هيڅ د شریعت خلاف نه دي او طالبان باید د دې مخه ونه نیسي.

نړۍ د ټولګډونه په پلمه د تېر نظام فاسد خلک بیا حکومت کې شاملول غواړي

پژواک له ډاکټر فاروق اعظم څخه وپوښتل چې نړۍ د ټولګډونه حکومت پر مسئله ټینګار کوي چې طالبان به یې ومني او که څنګه؟

ده وویل:”دا موضوع د بحث وړ ده، د بن کنفرانس غوندې ټولګډونه حکومت ټولګډون نه ده. هیڅ نه ده. دوی غواړي چې د ټولګډونه په نوم د تېر نظام غټان بیا په نظام کې شامل وي، هغه فاسد کسان چې دوی ته یې کار کاوه بیا حکومت ته داخل کړي دا ټولګډونه نه دی دا د نړۍ د فساد یو شرط دی. خو زه د دې طرفدار یم چې حکومت کې باید ټول قومونه ځان وګوري.”

هغه د اوسني سرپرست حکومت پر ضد د مقاومت جبهې د جوړېدو د خبرونو په تړاو زیاته کړه، هغه خلک چې د دا ډول جبهو د جوړېدو هڅې کوي، تجربه شوي؛ ځکه د دنیا ټول کومکونه ورسره و، خو بیا یې هم کار ونه کړ او یوازې یې خپل جیبونه ډک کړل.

د ده په خبره، دغه خلک “فاسدترینه” خلک و، که نړۍ بېرته د دوی راتلل غواړي او حکومت ورته سپاري نو دا له ولس سره یو ناروا کار دی.

اعظم زیاتوي:”دغه تحرکات د دې لپاره دي چې غواړي طالبان تر فشار لاندې راولي او دغه خلک په حیث د وسایلو اوس هم کارول کېږي.”

طالبان دې کار اهل کسانو ته وسپاري که نه ناکام به شي

د ده په وینا، طالبان باید کار اهل کسانو ته وسپاري او داسې حکومت دې جوړ کړي چې خلک په کې خپل ځان وګوري؛ ځکه ملت په «هغو مفسدینو» مین نه دی، کار غواړي او کار چې اهل ته وسپارل شي نو بیا به نړیواله ټولنه هم دوی په رسمیت وپېژني.

هغه وايي، طالبانو ته دې موقع ورکړل شي چې کار وکړي، همکاري دې ورسره وشي، که یې کار وکړ نو کامیاب به شي کنه د نورو غوندې به دوی هم ناکام شي، خو اعظم هیله لري چې طالبانو به له تېرو وختونو پند اخیستی وي او هوښیار کار به وکړي.

ده هیله څرګنده کړه چې اوسنی سرپرست حکومت به تر ډېره دوام نه کوي او د اسلامي امارت په چوکاټ کې به نور مثبت تغیرات راشي.

هغه وایي:”زه طالبانو ته په احتیاط خوشبین یم ځکه بدیل نشته، چې بدیل نه لرې نو دا خو باید خراب نه شي. امید دی چې دا حالت سم شي، په احتیاط ځکه خوشبین یم چې زه همیش په دې اسرار کوم چې کار اهل کسانو ته وسپارل شي.”

د خلکو په خوښه حکومت

اعظم وایي، د خلکو په خوښه د جوړ شوي حکومت پلوی دی.

د ده په اند، د داسې یوه حکومت د جوړښت لپاره باید لومړی داخلي بې ځایه شوي او بهرني کډوال خپلو مېنو ته بېرته ‎ستانه شي، ټولو ته باید تذکرې ووېشل شي، غیر مجاز وسلې باید ټولې شي او داسې اساسي قانون جوړ شي چې په هغه کې دې د راتلونکي حکومت ډول واضح شي.

طالبان دې په ديپلوماټیک او پوځي ډول د داعش ریښې پیدا کړي

د اعظم په وینا، داعش چې له بهر څخه څوک حمایت نه کړي، دننه په افغانستان کې پراخېدلی نه شي.

د ده په وینا، داعش که افغانستان ته راځي نو د پردیو په مرسته به راځي، خو طالبان باید د دوی ريښې معلومې کړي، له ديپلوماټیک او نظامي لحاظه باید د دغې ډلې څېړنه وکړي.

هغه وویل، که طالبان د نړیوالو غوښتنې ونه مني نو ممکن داعش او ځینې مخکني حکومتي چارواکي به په یو او بل نوم قوي شي چې له دې حالت نه به د افغانستان ګاونډیان هم متضرر شي؛ نو ښه دا ده چې ګاونډي هېوادونه له طالبانو سره یو ځای نړۍ ته یوه خوله وي.

دی وايي:”زه فکر کوم چې طالبان به ایران او پاکستان په رسمیت ژر ونه پېژني؛ ځکه دغو هېوادونو په ورته وخت کې له مخکني حکومت او طالبانو سره ښې اړیکې درلودې، خو شاید د مرکزي اسیا ملکونه، روسیه، چین او ترکیه ژر طالبان په رسمیت وپېژني.”

ده د افغانستان او پاکستان اوسنیو اړیکو او افغانستان ته د پاکستانیو چارواکو تازه راتګ ته په پام زیاته کړه، پاکستان غواړي چې ژر له طالبانو سره نظامي اړیکې په سیاسي اړیکو بدلې کړي، دولت په دولت معامله وکړي.

دی وایي، له نورو هېوادونو څخه مو هم همدا هیله ده ترڅو پخوانیو اړیکو ته یو نوی شکل ورکړي.

هغه زیاته کړه چې په حکومت کې کار نه کوي خو د خدمت لپاره د چا ویلو ته نه ګوري؛ ځکه دا یې وطن دی، له پخوانیو حکومتونو سره یې هم مرسته کوله او اوس هم غواړي چې د مملکت د ستونزو حل لپاره کار وکړي.

Visits: 1408

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.