ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ترینکوټ کې ښاري بې نظمۍ خلک له ستونزو سره مخ کړي دي

په ترینکوټ کې ښاري بې نظمۍ خلک له ستونزو سره مخ کړي دي

author avatar
1 Nov 2021 - 17:48
په ترینکوټ کې ښاري بې نظمۍ خلک له ستونزو سره مخ کړي دي
author avatar
1 Nov 2021 - 17:48

ترینکوټ (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۰): د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اوسېدونکي وايي، ښار کې بې نظمي ډېره شوې، خو اړوندې ادارې یې د سمون لپاره هیڅ پلان نه لري.

هغوی زیاتوي، په تېر حکومت کې د امنیتي ادارو په ګډون د ښاروالۍ، ترافیکو ریاست، ولایت مقام، مستوفیت، چاپېریال ساتنې ادارې، مدني فعالانو، د ناحیو وکیلانو او د ښار له مخورو یوه کمېټه جوړه شوې وه چې وخت په وخت یې د ښار نظم کنټرولاوه.

خو اوس چې طالبان واکمن شوي نو ښاري نظم ګډوډ شوی او هیڅوک قانون او اصول نه مراعتوي.

د ترینکوټ ښار یوه دوکاندار عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې په ښار کې د لاسي پلورونکو، کراچیوانانو، زرنج او ټکسي چلوونکو لپاره ځایونه ځانګړي شوي وو او هیچا حق نه درلود چې سرغړونه وکړي او د نورو د چارو خنډ شي.

دی زیاتوي، پخوا لویو بار وړونکو موټرو د سهار له اووه د ماخوستن تر نهو نه شوای کولای ښار ته داخل شي او یا د دوکانونو مخې ته توکي خالي کړي.

د ده په خبره، د ښاریانو او دوکاندارانو د موټرو لپاره هم تمځایونه ټاکل شوي وو، د ښار عمومي څلور لارې په بشپړه توګه د خلکو پر مخ پرانیستې وې او ترافیکو خپلې چارې په ښه توګه تر سره کولې.

دی وايي، اوس د ښار نظم سخت خراب شوی، اړوندې ادارې خپلې دندې نه تر سره کوي او خلکو له دغه وضعیت څخه په ناسمې استفادې سخته ګډوډي جوړه کړې ده.

مومن په ترینکوټ ښار کې سلماني لري، نوموړی هم وايي چې د ښار بې نظمۍ او ګډوډۍ یې پر چارو بده اغېزه کړې ده او داسې ډېرې ورځې راځي چې تش لاس کور ته ستنېږي.

هغه وايي، هره ورځ یې د دوکان مخې ته سلګونه لاس پلورونکي درېږي او د دوی د مشتریانو مخه یې ډب کړې وي.

ده وویل، کوم کسان چې سلمانۍ ته د کار لپاره راځي د ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ له لاسه د موټر درولو لپاره ځای نه شي موندلی او اړ کېږي چې بېرته ولاړ شي.

دی وايي، نور دغه حالت له زغمه وتلی، اړوندې ادارې باید اقدام وکړي او د ترینکوټ ښار نظم د پخوا په څېر وساتي.

د ترینکوټ ګڼو نورو دوکاندرانو او اوسېدونکو له پژواک سره په خبرو کې ورته شکایت وکړ او له چارواکو یې وغوښتل چې د ښاري نظم ساتلو لپاره دې د تېر په څېر کمېټه جوړه کړي څو وخت پرې نظارت وکړي.

دوی وايي، اوسمهال نه یوازې سخته بې نظمي ده، بلکې د ښار پاکولو لپاره هم هیڅ پلان نشته.

ځایې مسوولین هم مني چې د طالبانو له راتګ سره د ښاري نظم مخکنۍ کمېټه له منځه تللې چې ورسره د ترینکوټ ښار نظم ګډوډ شوی دی.

د ترینکوټ ښاروال د تنظیف او خدماتو مدیر اختر محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، تازه یې هڅې پیل کړي چې د ښاري نظم مخکنۍ کمېټه بیا ځلې فعاله کړي.

ده زیاته کړه، ټول هغه کسان لکه لاس پلورونکي، کراچۍ لرونکي، زرنج او ټکسي چلوونکي چې مخکې تم ځایونه ورته ټاکل شوي وو، د ښار په طرف را مات شوي او هر یو یې چې هر ځای یې زړه وي، درېږي.

د ده په خبره، دغو خپلسریو له یوې خوا د ښار د دوکاندارانو چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي او له بلې خوا د ښار د ناپاکۍ لامل هم شوي دي.

دی وايي، ډېر ژر به د ښاري نظم د نوي کمېټې په جوړولو بیاځلې د ښار د تنظیم او تنظیف لپاره پلانونه جوړ او عملي شي چې د ښاریانو ستونزې به ورسره هوارې شي.

Visits: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.