ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې یوشمېر ښځو د «شهرارا باغ» د بېرته پرانیستو غوښتنه وکړه

په کابل کې یوشمېر ښځو د «شهرارا باغ» د بېرته پرانیستو غوښتنه وکړه

author avatar
2 Nov 2021 - 17:47
په کابل کې یوشمېر ښځو د «شهرارا باغ» د بېرته پرانیستو غوښتنه وکړه
author avatar
2 Nov 2021 - 17:47

کابل(پژواک، ۱۱لړم ۱۴۰۰ ): په کابل ښار کې یو شمېر مېرمنې د شهرارا باغ په نوم د ښځو د یوه تفریحي ځای په اړه چې له دوو کلونو راهیسې تړل شوی، شکایت کوي او له چارواکو غواړي چې د ښځو لپاره دغه خوندي ځای دې بېرته پرانیزي.

«د شهرارا بڼ» د بابرشاه د واکمنۍ پر مهال د کابل ښار په مرکز کې  جوړ شوی. دغه باغ له شمال ختيځه د شهرارا او جوراب بافان سيمې، له سوېل لوېديځه د قوای مرکز او دهن باغ یا ورېښمو د لارې په اوږدو کې موقعيت لري.

دغه بڼ له تېرو شلو کلونو راهیسې د ښځو چارو وزارت د مېرمنو د تفريح لپاره بیا رغولی او هره ورځ د ښار له بېلابېلو سيمو سلګونه مېرمنې دغه باغ ته د تفريح لپاره راتلې، خو له تېرو دوو کلونو راهیسې دغه باغ د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د ښځو پر مخ تړل شوی دی.

په کابل کې مېرمنې: د «شهرارا باغ» پرانیزئ.

پژواک خبري اژانس په کابل کې له يو شمېر ښځو سره مرکې کړې دي، چې ټولو يې د ښځو لپاره د مناسب تفريحي ځای له نشتوالي شکايت کړى او د یاد باغ د بېرته پرانیستلو غوښتنه يې کړې ده.

د کابل ښار د مکروريان اوسېدونکې ثريا پژواک خبري اژانس ته وويل: «له کرونا مخکې د کابل له بېلابېلو سیمو ټولې ښځې دغه باغ ته راتلې او مېلې یې کولې، زموږ فکر بدلېده؛ خو کله چې کرونا راغله د باغ دروازه یې زموږ پر مخ وتړله.»

هغې د ښځو لپاره ځانګړی تفریحي ​ځای اړین وباله او ویې ویل: «اوس چې ټولې ښځې بېکاره شوې، نه درس شته او نه کار، همدلته به راتلو میله به مو کوله او فکر به مو بدلېده.»

په همدې حال کې د کابل د خيرخانې اوسېدونکې نسرين شېرزۍ وویل: «کله چې باغ پرانیستی و، یوه یا دوه اوونۍ وروسته به موږ د تفریح ​​لپاره راتلو، ارامه او زرغون ځای و، ماشومانو به مو لوبې کولې او موږ ښځو به کیسې کولې او وخت به مو تېرېده.»

د نسرین په وینا، د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته، له دغه باغ پرته په کابل کې نور تفریحي ځایونه پرانیستي وو او د ورتګ هېڅ خنډ موجود نه و.

هغې زیاته کړه: «اوس چې کرونا نشته، خو لا هم باغ زموږ پر مخ تړلی دی او ښځو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.»

نوموړې له حکومتي چارواکو غواړي چې دغه بڼ بېرته فعال کړي، څو ښځې د تفریح لپاره یو خوندي ځای ولري.

د کابل ښار د تهیه مسکن بلاکونو سيمې اوسېدونکې مدينه عزيزي هم د بڼ د بيا پرانيستلو غوښتنه کوي او وايي، د کابل په هره سيمه کې بايد د ښځو لپاره ځانګړي تفريحي پارکونه موجود وي.

هغې زیاته کړه: «که د زنانه باغ پرانیستل شي نو ښه به وي، ځکه بل ځای نشته چې ښځې په ارام فکر لاړې شي او تفریح وکړي او هلته ډیری هټۍ وې چې زموږ اړتیاوې یې  پوره کولي، لکه د لاسي ګنډلو، روغتیایي، د خوراکي توکو، لاسي صنایعو او هغه هوټلونه چې هلته یې فعالیت کاوه؛ خو اوس ټول تړل شوي او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، چې د ټولو ښځو د اقتصادي ودې لپاره خورا مهم وو.»

نوموړې چې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د دري څانګې د لومړي کال محصله ده وایي: «سږ کال د سیاسي نظام د بدلون له امله زموږ درسونه پیل نه شول، تراوسه بې برخلیکه یو کاش د تفریح ځایونه وای چې لاړې شو فکر او ذهن مو ارام شي.»

د دغه بڼ هټۍ وال: درانه مالي زیانونه را اوښتي دي

یوې مېرمنې چې له باغ زنانه بهر د  ګلدوزۍ او ارایشي وسایلو دوکان لري، هم د دغه باغ د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه.

نوموړې وایي: «له هغې ورځې چې باغ تړل شوی، په اوونۍ کې لس پېروېدونکي نه لرو، د پلورنځي کرایه له جیبه ورکوو، له اسلامي امارت څخه غواړو چې باغ بېرته پرانیزي.»

دغه راز یوه بله مېرمن چې له باغ څخه بهر د خیاطۍ دوکان لري، وایي پېروېدونکي یې د هغه مهال په پرتله چې باغ پرانیستی و، د پام وړ کم شوي دي.

هغه وایي: «دوه کاله کېږي چې  بڼ د ښځو پر مخ تړل شوی، پر دې سربېره چې د ښځو لپاره د تفریح ​​ځای و، د بې وزله کورنیو د سرپرستانو لپاره د کار کولو ښه ځای هم و، د بڼ په داخل کې یې بولاني پخول، د خوراکي  او نورو توکو پلورنځي یې درلودل چې له دې لارې یې خپلو اولادونو ته حلاله مړۍ پیدا کوله؛ خو له بده مرغه چې اوس یې خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.»

یادې مېرمنې له حکومتي مسوولینو وغوښتل چې دغه بڼ پرانیزي او د کابل په بېلابېلو سيمو کې د ښځو لپاره ځانګړي تفريحي ځايونه جوړ کړي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د کوم حکومتي چارواکي ځواب ترلاسه کړي، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.

Visits: 52

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.