ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۴۶ سلنه یې په ننګرهار کې وه

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۴۶ سلنه یې په ننګرهار کې وه

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۰): تېره اوونۍ په افغانستان کې په اوو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او بلخوا له اقتصادي ستونزو شکایتونه هم و، خو له افغانستان سره د المان د ۶۰۰ میلیونه یورو مرستې اعلان بیا د افغانانو لپاره ښه خبر و.

  • چارواکي: نږدې ده چې د نړۍ ځیني هېوادونه د افغانستان حکومت پر رسمیت وپېژني.
  • رویټرز: د افغانستان حکومت، پاکستان، قطر او عربي متحده اماراتو ته استازي معرفي کړي.
  • المان له افغانستان سره په بشري برخه کې ۶۰۰ میلیون یورو مرستې ژمنه وکړه.
  • افغان چارواکي او خلک: امریکا دې د افغانستان پانګه له کنګله وباسي.
  • ترکمنستان له افغان چارواکو سره د «ټاپي» او نورو پروژو پر پلې کولو خبرې وکړې.
  • یو شمېر افغان ښځې: د ښځو د زده کړو او کار مخه دې نه ډپ کېږي.
  • تېره اوونۍ په افغانستان کې د ۲۴ وژل شوو او ټپیانو ۴۶ سلنه ننګرهار کې وو.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ په بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

له یادو وژل شوو او ټپیانو، د چارواکو په وینا، د کابل د شهيد سردارمحمد داوود خان پر روغتون د داعش ډلې په بريد کې درې ښځې او يو ماشوم وژل شوي دي؛ دا په داسې حال کې ده چې ځینو رسنیو ویلي وو چې په دغه برید کې ۴۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر په پل علم کې د ماین چاودنې له امله دوه ملکي وګړي ووژل شول.

د بل راپور له مخې، په بامیان کې بیا د امنیتي ځواکونو د دوو قوماندانو ترمنځ په نښته کې دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د یادونې ده، تېره اوونۍ د بلخ په مرکز مزار کې دوه ښځې او دوه نارینه په یو کور کې په مرموز ډول وژل شوي وو.

دغه راز د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ په جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې يو مدني فعال او ورور يې وژل شوي او يو بل کس ټپي شوى دی، په همدې ښار کې يو ديني عالم وژل شوی او د دوو کسانو جسدونه چې په ونو کې ځړول شوي وو، موندل شوي او په بله پېښه کې په جلال اباد ښار کې پر رينجر موټر چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي.

د تېرې اوونۍ مرګ ژوبلې ۴۶ سلنه په داسې حال کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې وه چې وړمه اوونۍ په بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان وو او د دې مرګ ژوبلې ۷۰ سلنه په ننګرهار کې وه.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ په ننګرهار کې پر وژنو او بریدونو خواشیني څرګنده کړه، ویې ویل چې ننګرهار ته بايد تر نورو ولايتونو مخکې د تصفيې او څېړنې پلاوی ولېږل شي؛ «ولس چمتو دی چي د مشكوكو اجرتي قاتلانو نومونه پلاوي ته وسپاري.»

د یادې مرګ ژوبلې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان وو؛ د دغو بریدونو مسوولیت هم چا پر غاړه نه و اخیستی.

د افغانستان د نوي حکومت پر رسمیت پېژندل او له نړۍ سره یې تعامل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال او د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ وویل، نږدې ده چې د نړۍ ځیني هېوادونه د افغانستان حکومت پر رسمیت وپېژني.

ده په دې اړه جزئیات ورنه کړل، خو زیاده یې کړه چې افغان چارواکو په تېرو شلو ورځو کې د امریکا په ګډون د ایران، پاکستان، قطر، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ځینو اروپایي هېوادونو له استازو سره د ګډ تعامل لپاره خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د افغانستان حکومت، په پاکستان، قطر او عربي متحده اماراتو کې خپلو سفارتونو ته استازي معرفي کړي خو د افغانستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

له تېرې اوونۍ مخکې د افغانستان د حکومت چارواکو بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل، یو ځل مسکو او بیا په ایران کې د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې جوړې شوې. تېره اوونۍ دا ډول سفرونه او غونډې نه وې، خو ټاکل شوې راتلونکې چهارشنبې د ایران او روسیې په ګډون د منځنۍ اسیا او ځینو نورو هېوادونو استازي په هندوستان کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

د «جي ۲۰» هېوادونو ناسته او مرستې

دا مهال افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی؛ ځکه چې نږدې لس میلیارده امریکایي ډالر پانګه یې د امریکا متحده ایالتونو کنګل کړې، په بانکي چوپړ کې ستونزې رامنځته شوې او ګڼ شمېر خلک وزګار شوي دي.

خو نړیوالې ټولنې له افغانستان سره په بشري برخه کې د مرستو ژمنه کړې ده.

المان تېره ورځ ویلي چې له افغانستان سره ۶۰۰ میلیون یورو مرسته کوي. سرچینې زیاته کړې چې د دغو پیسو پر مټ به د نړیوالو سازمانونو له لارې له افغانانو سره بشري مرستې وشي.

د اروپا کمېسیون مشر د «جي ۲۰» ډلې کلنۍ ناسته کې اعلان کړی و چې اروپايي ټولنه له افغانستان سره د اقتصادي، ټولنیز بحران د مخنیوي لپاره د بشردوستانه مرستو په چوکاټ کې ۱،۲ میلیارد یورو مرسته کوي.

دا څرګنده نه ده چې د المان یاد ۶۰۰ میلیونه یورو مرسته هم د یادو یو عشاریه دوه میلیارد یورو برخه ده که څنګه؛ ځکه چې المان هم د جي شل هېوادونو غړی دی.

د افغانستان حکومت د «جي ۲۰» ډلې له غړو هېوادونو غوښتي چې د یادې مرستې ژمنه عملي کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوال سازمان هم په افغانستان کې د ژمي په رانږدې کېدو سره بېوزلو ته د سرپناه، جامو او نورو توکو رسولو ژمنه کړې او په ورته مهال افغان چارواکو د ملګرو ملتونو له سازمانه غوښتي چې د افغانستان پانګه له کنګل څخه وباسي.

د ټاپي او نورو پروژو پر پلې کولو د افغان او ترکمن چارواکو خبرې 

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره د ليدنې پر مهال د نورو مهمو اقتصادي مسایلو ترڅنګ له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ګار نللیکې غځولو پروژې (ټاپي) پلې کولو په اړه خبرې کړې دي. ټاپي یوه ستره سیمه ییزه اقتصادي پروژه ده چې له لارې یې زرګونو افغانانو ته کار پیدا کېږي، افغانستان به یې له لارې هر کال سلګونه میلیون ډالره ترلاسه کوي او د دغه هېواد اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت ورسره لوړېږي.

خلک څه وايي؟

یو شمېر مېرمنو په کابل کې له بېوزلۍ او د هېواد له ناسم اقتصادي وضعیت څخه سر وټکاوه او د امریکا له متحده ایالتونو یې وغوښتل چې د افغانستان پانګه له کنګل حالت نه وباسي. هغوی غوښتنه کوله چې په ټولو ولایتونو کې دې نجونو ته د منځنیو او لېسې په کچه د زده کړو حق ورکړل شي.

دا مهال نجونې په ځینو ولایتونو کې د منځنیو او لېسې په کچه زده کړو ته دوام ورکوي، خو په ډېرو ولایتونو کې د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته د نجونو د منځني او لېسې کچې ښوونځي تړلي دي.

په بامیان کې د ښځو فعالانو یوې وړې ډلې لاریون وکړ؛ هغوی د دولتي پوهنتونونو د بیا پیل او دغه راز د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو د بیا پرانيستلو غوښتنه وکړه. دوی له حکومته وغوښتل چې په دولتي ادارو کې دې د ښځو د کار مخه نه نیسي.

په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته د ځینو دولتي ادارو ښځینه کارکوونکې کار ته وربلل شوې، خو په ځینو کې دا کار نه دی شوی. ځیني داسې ادارې هم شته چې تر اوسه یې نارینه کارکوونکي هم دندو ته نه دي وربلل شوي، خو چارواکو ویلي، هڅې کوي چې ټولې ادارې بېرته فعالې شي.

Visits: 161

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.