ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان حکومت له «ټي ټي پي» سره پر اوربند سلا شوی

د پاکستان حکومت له «ټي ټي پي» سره پر اوربند سلا شوی

author avatar
9 Nov 2021 - 09:43
د پاکستان حکومت له «ټي ټي پي» سره پر اوربند سلا شوی
author avatar
9 Nov 2021 - 09:43

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۰): پاکستان وایي، د افغانستان د سرپرست حکومت په مرسته یې د دغه هېواد له طالبانو (ټي ټي پي) سره پر اوربند هوکړه کړې، خو د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري پرون د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي چې د سولې یادې خبرې په افغانستان کې په یو نامعلوم ځای کې شوې او د افغانستان سرپرست حکومت هم په دې خبرو کې مرسته کړې ده.

پژواک دا موضوع د افغانستان د حکومت له ویاندویانو سره شریکه کړه، خو تر اوسه یې په اړه څه نه دي ویلي.

چوهدري ویلي چې د پاکستان حکومت د پاکستان د طالبانو له غورځنګ (ټي ټي پي) سره پر اوربند سلا شوی او د دغه اوربند موده د خبرو پرمختګ ته په کتو د تمدید وړ ده.

د پاکستاني طالبانو یو ویاند محمد خراساني هم ویلي چې له حکومت سره یې پر یوه میاشتني اوربند هوکړه کړې چې سر له نن (د لړم ۱۸مې) پیلېږي او د دواړو خواوو ترمنځ خبرې دوام لري.

هغه ویلي: «مهمه ده چې دواړه خواوې اوربند مراعات کړي، افغان طالبان د سولې په دغه بهیر کې د منځګړي نقش لري.»

په راپور You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.