ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان کرکټ لوبډله راتلونکې مياشت له زمبابوې سره سيالۍ ترسره کوي

افغان کرکټ لوبډله راتلونکې مياشت له زمبابوې سره سيالۍ ترسره کوي

author avatar
10 Nov 2021 - 11:14
افغان کرکټ لوبډله راتلونکې مياشت له زمبابوې سره سيالۍ ترسره کوي
author avatar
10 Nov 2021 - 11:14

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۰): ټاکل شوې چې راتلونکې مياشت افغان کرکټ لوبډله له زمبابوې کرکټ لوبډلې سره درې شل اووريزې او درې پنځوس اووريزې سيالۍ ترسره کړي.

د " کرکټ زمبو " په نوم د زمبابوې کرکټ اړوند يوې پاڼې ليکلي چې دغه لوبډله به راتلونکې مياشت له افغانستان او سريلانکا سره سيالۍ ترسره کړي.

دغې پاڼې ليکلي چې زمبابوې کرکټ لوبډله به راتلونکې ډسمبر مياشت کې د يو شمېر نورو هېوادونو ترڅنګ له افغانستان سره هم درې شل اووريزې او درې پنځوس اووريزې لوبې ترسره کړي.

سرچينې زياته کړې چې زمبابوې د افغانستان او سريلانکا پر وړاندې لوبو ته د چمتوالي په موخه خپلې داخلي "لوګن کپ" سيالۍ هم ځنډولې دي.

دغه لوبې به د زمبابوې په کوربتوب ترسره شي.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ هم دغه لوبې تاييدوي.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک اژانس ته وويل چې افغان کرکټ لوبډله به راتلوونکې ډسمبر مياشت کې له زمبابوې کرکټ لوبډلې سره درې شل اووريزې او درې پنځوس اووريزې سيالۍ ترسره کړي.

نوموړي د لوبو د ترسره کېدو د ځای په اړه څه ونه ويل.

د يادونې ده چې دغه سيالۍ به د اي‌سي‌سي ‌ايف‌ټي‌پي (ICCFTP . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.