ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او ایران بېلابېلو برخو کې د ګډو کمېټو پر ایجادولو هوکړه وکړه

افغانستان او ایران بېلابېلو برخو کې د ګډو کمېټو پر ایجادولو هوکړه وکړه

author avatar
16 Nov 2021 - 18:33
افغانستان او ایران بېلابېلو برخو کې د ګډو کمېټو پر ایجادولو هوکړه وکړه
author avatar
16 Nov 2021 - 18:33

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۰): د افغانستان او ایران ترمنځ په سیاسي، امنیتي، پانګونې، سوداګرۍ او ګمرک، کډوالو، د اوبو، برېښنا او انرژۍ حوزې او فرهنګي، علمي او روزنې برخو کې د ګډو کمېټو پر ایجادولو هوکړه وشوه.

د حکومت د ویاند مرستيال انعام الله سمنګاني له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزرا‌ مرستیال ملا عبدالغني برادر نن ماسپښین د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

سرچينه کاږي، په دغه کتنه چې یو شمېر سرپرست وزیرانو او اړوندو مسوولینو هم حضور درلود، په پیل کې ملا عبدالغني برادر یاد پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د ایران د مرستو او همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د مناسباتو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ويلي: “افغانستان نن د خپلو اصلي بچیانو په واک کې دی او اشغال پای ته رسېدلی دی.”

هغه زیاته کړه، افغانستان او ایران دوه مسلمان هېوادونه دي چې ګډې ګټې، دیني او فرهنګي مشترکات لري او باید په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړو. رامنځته شوي شرایط داسې یو فرصت دی چې د اسلامي نړۍ، سیمې، افغانانو او د دواړو هېوادونو ګټې په کې نغښتې دي.

د ریاست الوزرا‌ مرستیال د حسن کاظمي قمي خبرو ته په اشارې سره ويلي: “اشغال پای ته رسېدلی، په ټولو اما په ځانګړي ډول په اقتصادي او سیاسي برخو کې د هغه له منفي پایلو سره جدي مقابله کوو.”

د خبرپاڼې په حواله، د دغې کتنې په پای کې په سیاسي، امنیتي، پانګونې، سوداګرۍ او ګمرک، کډوالو، د اوبو، برېښنا او انرژۍ حوزې او فرهنګي، علمي او روزنې برخو کې د ګډو کمېټو پر ایجادولو هم هوکړه وشوه.

سرچينه زياتوي، ګډو کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې ژر دې خپلمنځۍ غونډې جوړې او بېړنیو شرایطو ته د رسېدو په برخه کې دې پر اوږدمهالو همکاریو او ملي پروژو بحثونه وکړي او لازمو هوکړو ته دې ورسېږي.

له بلې خوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر د خاص استازي کاظمي قمي او مل پلاوي سره کتلي دي.

په دغه ناسته کې په ګڼو دوه اړخيزو مسائلو بحث وشو، دواړو خواوو د اقتصادي، تجاري او پرمختيايي پروژو په اړه ورته ليدلوري لرل او د ناستو په دوام ټينګار وشو.

Visits: 48

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.