ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روغتیا وزیر: “جینوا کال” دې د افغانستان روغتیايي ستونزې تر نړیوالو ورسوي

د روغتیا وزیر: “جینوا کال” دې د افغانستان روغتیايي ستونزې تر نړیوالو ورسوي

author avatar
16 Nov 2021 - 17:55
د روغتیا وزیر: “جینوا کال” دې د افغانستان روغتیايي ستونزې تر نړیوالو ورسوي
author avatar
16 Nov 2021 - 17:55

کندهار (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزیر له "جینوا کال" نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې د افغانستان روغتیايي ستونزې تر نړیوالو ورسوي څو د حل لپاره یې د هغوی مرستې تر لاسه شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن د لړم په ۲۵مه په هغه سیمینار کې وکړې چې د یاد شوي سازمان له خوا په کندهار کې د روغتیايي خدمتونو د خوندیتوب په موخه جوړ شوی و.

د روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد وویل، افغانستان د روغتیا په برخه کې ډېرو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري او په دې برخه کې باید په پراخه کچه کار وشي.

ده زیاته کړه، د روغتیايي خدماتو کیفیت ته باید پام ډېر شي او دغه راز ډاکټران ښه وروزل شي څو افغانان د نورو له احتیاجه خلاص شي.

هغه له "جینوا کال" نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې د افغانستان روغتیايي ستونزې تر نړیوالو ورسوي څو د حل لپاره یې د هغوی مرستې تر لاسه شي.

په دغه ورکشاپ کې ډاکټرانو هم په روغتیايي برخو کې د ډېرو ستونزو په اړه خبرې وکړې چې ځینې یې د دوی په ټکو ډېرې جدي دي.

د عامې روغتیا ریاست یوې ډاکټرې حنیفې وویل، ډېرو روغتیايي مرکزونو ته له وسلو سره کسان دننه کېږي او ډاکټران مجبوروي چې د دوی ناروغان ژر وګوري، دا کړنه د ډاکټرانو پر کار منفي اغېز کوي.

هغې دغه راز زیاته کړه چې په لرې سیمو کې بیا هغه ښځې چې نارینه نه وي ورسره، روغتیايي مرکزونو ته نه پرېښودل کېږي چې دا د ښځو د روغتیا پر وړاندې لویه ننګونه ده.

په روغتیايي مرکزونو کې د غیر مسلکي کسانو ګومارل، د نظامیانو مداخله، د معاشاتو نه شتون او نورې هغه ستونزې یادې شوې چې روغتیايي خدمات یې ټکني کړي دي.

په افغانستان کې د جینوا استازي فریانا بیا وویل، جینوا کال یو بشرپاله سازمان دی چې په وسله والو شخړو کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره کار کوي.

هغې زیاته کړه، دغه سازمان د نادولتي وسله والو ډلو له خوا د جګړې حقوقو ته درناوی پیاوړی کوي او د ځان د خوندیتوب د لارو چارو د ښه والي لپاره د ځايي ټولنو د هڅو ملاتړ کوي.

دې وویل، د همدې موخو لپاره ورته سیمینارونه او ورکشاپونه جوړوي څو د روغتیايي کارکوونکو، روغتیايي مرکزونو او ملکي کسانو ساتنه وشي.

هغې زیاته کړه، په افغانستان کې به د روغتیا پر وړاندې پرتې ستونزې له نړیوالو سره شریکې کړي څو په دې برخه کې نور موسسات هم فعالیتونه پيل کړي.

په کندهار کې پخوا د جګړو له امله په لرې سیمو کې ډېری روغتیايي مرکزونه بند وو خو اوس بیا خلک د درملو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت څخه شکایت کوي او د دغو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.