ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا حسن اخند: له ولس سره د رزق ژمنه امارت نه ده کړې؛ د رزق ژمنه الله تعالی کړې ده

ملا حسن اخند: له ولس سره د رزق ژمنه امارت نه ده کړې؛ د رزق ژمنه الله تعالی کړې ده

author avatar
28 Nov 2021 - 02:14
ملا حسن اخند: له ولس سره د رزق ژمنه امارت نه ده کړې؛ د رزق ژمنه الله تعالی کړې ده
author avatar
28 Nov 2021 - 02:14

کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۰): د حکومت رییس الوزرا/ لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند ولس ته په لومړۍ غږیزه وینا کې طالبان د واک ترلاسه کولو له امله شکر ادا کولو ته را وبلل او پر هغوی یې غږ وکړ چې خپلې دروازې د ولس پر مخ پرانیزي او ښه چلند ورسره وکړي.

د هغه دا وینا د شپې په اته نیمو بجو له ملي راډبو ټلوېزیون څخه خپره شوه.

نوموړي طالبان د واک ترلاسه کولو له امله شکر ادا کولو ته را وبلل او غږ یې پرې وکړ چې خپلې دروازې د ولس پر مخ پرانیزي او ښه چلند ورسره وکړي.

د نوموړي یاده وینا تر ډېره په دوو برخو ور ټوله وه چې لومړۍ هغه یې ولس او دویمه یې چارواکو ته وه.

ملا حسن اخند وویل، طالبانو له ولس سره درې ژمنې کړې وې چې د اشغال خاتمه، د اسلامي نظام جوړول او د امنیت ټینګښت وو او دا ژمنې یې پوره کړې.

خو د ده په خبره، په دې وروستیو کې داسې خبرې اوري چې ګواکې د دوی له راتګ سره خلک بې کاره شوي او بیې لوړې شوې دي.

نوموړي دا د ناپوهو او هغو اشخاصو څرګندونې وبللې چې د ده په ټکو له تېر نظام څخه پاتې دي.

هغه د پوښتنې په بڼه وویل: «دا ستونزې له امارت سره راغلې که مخکې موجودې وې؟ د رزق وعده امارت له تاسې سره نه ده کړې، د رزق وعده الله تعالی کړې او راځئ چې هغه ذات ته بغارې (چيغې) کړو چې دغه مشکلات مو حل کړي.»

نوموړي دا هم وویل چې که د ملت کنګل شوې شتمني ازاده شي، نو دا ستونزې به حل شي.

ده پر خلکو غږ وکړ چې هوښیار شي، په دغسې خبرو و نه غولېږي، که د دغه حالت شکر ادا نه شي نو پر بل عذاب به اخته شي.

ده پر تېر حکومت له دې امله نیوکه وکړه چې ګواکې د کاري زمینې برابرولو پر ځای یې د کار پر وړاندې ستونزې جوړې کړې وې، له یوې سیمې بلې ته ډاډمن تګ راتګ نه کېده، خلکو تجارت او بزګري نه شوه کولای، خو اوس د شپې او ورځې په امن کې تګ راتګ، تجارت او بزګري کوي.

ملا محمد حسن اخند دولتي مسوولینو ته په خپله وینا کې وویل چې د ترلاسه شوي لوی نصرت او نعمت شکر ادا کړي، کنه پر بل سخت غذاب به واوړي.

ده زیاته کړه: ((دا هغه ولس دی چې شل کاله یې په خپل کور کې وساتلې، داسې مه کوئ چې اوس مو په ورځو ورځو پیدا کولای نه شي او خپل فریاد تر تاسې در رسولای نه شي، د ملت خدمت وکړئ، د دغه حالت شکر ادا کړئ، کنه نو سخت عذاب به درباندې نازل شي.))

هغه پر ټولو چارواکو، په ځانګړې توګه والیانو، ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او قاضیانو غږ وکړ چې د ادارو دروازې یې باید د خلکو پر مخ خلاصې وي، له ځانونو دې پاټکونه او ځنځیرونه نه راګرځوي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په ځینو مواردو کې یو شمېر کسان د طالب له نوم څخه په استفاده د خلکو کورونو ته ورځي او هغوی ځوروي چې دغسې کسان باید ژر تر ژره بې وسلې او ونیول شي.

رییس الوزرا وویل، ډېر مهال داسې خبرې هم اوري چې ګواکې خلک په امن کې نه دي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په مخکني نظام کې یې کار کړی وي.

نوموړي دا رد کړه او ویې ویل: ((هیچا ته کومه ستونزه نشته، ټولې دولتي ادارې فعاله دي او هماغه پخواني مامورین په کې کار کوي، امارت ټولو ته عمومي عفوه کړې چې مثال به یې په ټوله نړۍ کې پیدا نه شي.))

هغه همدا راز وویل، طالبانو د تېر حکومت برعکس په افغانستان کې د ښځو پت او عفت خوندي کړی او ژر به یې نور حقوق هم ورکړل شي.

ده زیاته کړه، پر مسلمان نر او ښځه زدکړه فرض ده خو په دومره توپیر چې ښځې به شرعي علوم زده کوي، که نورو علومو ته وخت ولري او موقع برابره وي نو کولای شي تر خپل وس او طاقت پورې علم وکړي.

د اوسني حکومت جوړښت ته په اشاره هغه اوسنی سرپرست حکومت تر پخوانیو ټولګډونی یاد کړ او ویې ویل چې د هر قام او ژبې خلک په کې شته.

هغه د حکومت پر بهرنۍ پالیسي هم تم شو او ویې ویل، نړۍ ته مو ویلي چې د بل چا په چارو کې مداخله نه کوو، ګاونډي هېوادونه هم باید دا ډاډ ولري.

نوموړي پر تېر حکومت د مالي فساد له اړخه توندې نیوکې وکړې او ويې ویل، حکومت وېشلی و، ټولې عایداتي ادارې په مالیې وزارت پورې تړل شوې وې او په ارګ کې بانک ورته پرانیستل شوی و، هیڅوک په خبر نه و او ټول اجرات یوه شخص کول.

خو ده وویل چې دوی د چارو د ښه ترسره کولو لپاره مالي، سیاسي او تشکیلاتي کمېسیونونه جوړ کړي چې په کې کارپوهان، تاجران او نور مسلکي خلک شته، هڅه کېږي چې څنګه افغانستان له بحران څخه وویستل شي، څنګه ګومارنې او د معاشاتو د اجرا چارې تر سره شي.

ده یو ځل بیا ټینګار وکړ، که ولس د طالبانو ملاتړ وکړي نو د ده په ټکو خدای به ډېر ژر اوسنۍ ستونزې حل کړي.

نوموړي د خپلې وینا په پای کې پر خیر ادارو غږ وکړ چې خپلې مرستې دې نه سپموي او د ولس د ستونزو په حل کې دې همکاري ورسره وکړي.

د جمهوري نظام له ړنګېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو شاوخوا درې میاشتې وروسته د نوي جوړ شوي سرپرست حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې تر اوسه یې حکومت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

بل خوا ملګرو ملتونو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره خبرداری ورکړی چې په راتلونکو څو میاشتو کې ښایي د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او اروپایي ټولنې د افغانستان د دولتي بانک شاوخوا لس میلیارده ډالره شتمني هم کنګل کړې ده.

د ملا محمد حسن اخند وینا په خواله رسنیو کې د خلکو له بېلابېلو تبصرو سره مل وه او د هغه څرګندونو ته یې بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

ځینو بیا لیکلي چې له تصویر پرته یوازې غږیزې وینا یې د دوی په ذهنونو کې بېلابېلې پوښتنې پیدا کړي دي.

Visits: 1299

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.