ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې یوه روغتیايي مرکز ته د امبولانس په ورکولو سره د ۲۱۰۰۰ خلکو ستونزه حل شوه

کونړ کې یوه روغتیايي مرکز ته د امبولانس په ورکولو سره د ۲۱۰۰۰ خلکو ستونزه حل شوه

author avatar
4 Dec 2021 - 09:26
کونړ کې یوه روغتیايي مرکز ته د امبولانس په ورکولو سره د ۲۱۰۰۰ خلکو ستونزه حل شوه
author avatar
4 Dec 2021 - 09:26

اسعد اباد (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۰): د ټولنیز حساب ورکونې شبکې د څار په پایله او «یو اېن ډي پي» په مرسته د کونړ د مرورې ولسوالۍ د «بالاور» فرعي روغتیایي مرکز ته امبولانس ورکړ شو او د ۲۱۰۰۰ خلکو ستونزه ورسره حل شوه.

د بالاور روغتیايي فرعي مرکز په مرورې ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه موقعیت لري. په مرورې ولسوالۍ کې ټولټال څلور روغتيايي کلينيکونه د شاوخوا ۲۱۰۰۰ نفوس لپاره فعاليت لري.

د یادونې ده چې هره ورځ له ۱۸۰ څخه تر ۲۰۰ پورې ناروغان یوازې د بالاور روغتیايي فرعي مرکز ته مراجعه کوي او دغه روغتیايي فرعي مرکز ۲۰۰ کورنیو ته روغتیايي اسانتیاوې برابروي. دغه مرکز ته ډېر ناروغان چې ښځې، نارینه او ماشومان په کې دي، له لرو پرتو سیمو راځي.

د دغه مرکز یوه له ستونزو دا وه چې امبولانس یې نه درلود.

سره له دې چې په پاليسي کې د روغتيايي فرعي مرکز لپاره امبولانس نشته، خو د دغه روغتيايي فرعي مرکز او مرکزي روغتيايي کلينيک ترمنځ د اوږد واټن او په سيمه کې د نورو خصوصي روغتيايي مرکزونو او امبولانسونو د نه شتون له امله هلته امبولانس ته اړتيا وه؛ نو ځکه ورته امبولانس ورکړل شو.

هلته د امبولانس د نه شتون له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ وو او یو شمېر نارینه او ښځینه وو له دې امله ژوند له لاسه ورکاوه چې هلته کلینیک کې اړینې اسانتیاوې او د امبولانس چوپړ شتون نه درلود.

دغه څرګندونې د مرورې اوسېدونکي چنارګل- چې کلینیک ته د درملنې لپاره ورغلی و- په یاده ولسوالۍ کې د بشري مرستو د پیاوړتیا موسسې د ټولنيز حساب ورکونې شبکې غړي محب الله ته کړې دي.

هغه وایي: «زما مېرمن په اولاد ناروغه وه او ستونزه یې ډېره جدي وه، موږ د بالاور کلینیک ته په سختۍ ځان ورساوه، هلته نه کافي اسانتیاوې وې او نه هم امبولانس چې ناروغ مرکزي کلینیک یا ولایتي روغتون ته ولېږدوي. له ډېرو هلو ځلو وروسته مې کرایي موټر پيدا کړ او خپله مېرمن مې په کې لېږدوله، خو له بده مرغه چې پر وخت روغتون ته ونه رسېد او مېرمن مې په ټکسي کې مړه شوه.»

هغه وایي چې دا موضوع د ټولنیز حساب ورکونې شبکې له خوا - چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP ) له اداري فساد سره د مبارزې د وړیا مرستې پروګرام له لارې د ډنمارک د شاهي سفارت په مرسته جوړه شوې ده - د ولایت او ولسوالیو د روغتیا سکتور له چارواکو سره شریکه شو ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه موضوع د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست او د ولسوالیو د روغتیا له مسوولینو سره د سکتوري غونډو له لارې له نږدې تعقیب شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې د ټولنیز څار، سکتوري غونډو او له نږدې د دې ستونزې د تعقیب په پایله کې د بالاور روغتیا فرعي مرکز ته یو امبولانس ورکړل شو او ستونزه حل شوه.

د بالاور خلک اوس ډېر خوښ دي او د  بشري مرستو د پیاوړتیا له موسسې (HAEO . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.