ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې له سلګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

په کونړ کې له سلګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

author avatar
4 Dec 2021 - 17:18
په کونړ کې له سلګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
author avatar
4 Dec 2021 - 17:18

کونړ (پژواک،۱۳ لیندۍ ۱۴۰۰): په کونړ کې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان/UNHCR له ۶۴۰ هغو کورنیو سره نغدي مرستې وکړې چې د تېرو جګړو له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوې وې.

د کونړ مرستیال والي عبدالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د جګړې له امله بې ځایه شوو سلګونو کورنیو سره دغه مرسته د کډوالو د نړیوال سازمان له خوا د بیا مېشتېدنې یا شلټر پروګرام له مخې وشوه.

د ده په خبره، اوس مهال د دوه زره په نښو شوو کورنیو له ډلې له ۶۴۰ هغو سره مرسته وشوه چې له پاتې نورو سره به هم وشي.

هغه زیاته کړه، د مخکني حکومت او طالبانو تر منځ د جګړو له امله زرګونه کورنۍ له یوه ځایه بل ته کډوالې شوې چې ډېرې یې اوس بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستنې شوې دي.

دی وايي، د کډوالو د نړیوال سازمان تر څنګ یې له نورو مرستندویه ادارو سره خبرې روانې دي چې د هوا له سړېدو سره د اړو کورنیو لاسنیوی وکړي.

د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکی ګلزار چې د تېرو جګړو له امله یې خپل اصلي استوګنځای پرې ایښی و او په مرکز اسعد اباد کې له خپلې ۱۱ کسیزې کورنۍ سره یو ځای په کرايي کور کې اوسېده، وايي، د طالبانو له راتګ سره دی او نور کلیوال یې بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((له موږ سره په څو پړاوونو کې نغدي مرستې شوې چې تر ډېره مو خپلې ستونزې پرې حل کړې دي.))

انعام الله د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ بل اوسېدونکی دی چې د کډوالو د نړیوال سازمان له خوا ورسره په څو پړاوونو کې د خوراکي، غیر خوراکي توکو او نغدي مرستې شوې دي.

هغه پژواک ته وویل: ((لومړی یې راسره د کور او پخلنځي د توکو مرسته وکړه، بیا یې خوراکي توکي اوړه، وریجې، غوړي، چای او نور راکړل او بیا یې شاوخوا ۶۵۰ امریکايي ډالر هم راکړل.))

نوموړی له مرستندویه ادارو مننه کوي چې په سختو ورځو کې د اړو کسانو لاسنیوی کوي.

په کونړ کې د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو ریاست مسوولین وايي، د ژمي له راتګ سره به له اړو او ناچاره کورنیو سره د نړیوالو خیریه ادارو مرستې روانې وي.

دوی زیاتوي، په دې لړ کې له زرګونو کورنیو سره مرستې شوې او زرګونه نورې کورنۍ مرستو ته په تمه دي.

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.