ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چپرهار ولسوالۍ په یوه کلینیک کې د یوه ډاکتر په ګومارل کېدو سره د ناروغانو ستونزه حل شوه

د چپرهار ولسوالۍ په یوه کلینیک کې د یوه ډاکتر په ګومارل کېدو سره د ناروغانو ستونزه حل شوه

author avatar
4 Dec 2021 - 09:42
د چپرهار ولسوالۍ په یوه کلینیک کې د یوه ډاکتر په ګومارل کېدو سره د ناروغانو ستونزه حل شوه
author avatar
4 Dec 2021 - 09:42

جلال اباد (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۰): د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د حساب ورکونې شبکې له لارې له مسوولینو سره په یوه روغتیايي مرکز کې د ډاکترانو د کمښت ستونزې له شریکولو وروسته په یاد مرکز کې یو ډاکتر وګومارل شو او دغه ستونزه اوس حل شوې ده.

چپرهار د ننګرهار ولایت ګڼ مېشته ولسوالي ده چې په ټوله کې د شاوخوا ۲۸۰۰۰ کسانو لپاره په کې اته روغتیايي کلینیکونه فعالیت کوي.

سیمه ییزې سرچینې وايي چې هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۵۰ ناروغان په یاده ولسوالۍ کې د «سپین جومات» روغتیايي کلینیک ته راځي، یاد روغتیايي مرکز (BHC) ۱۲۲۲۰ کسانو ته خدمتونه وړاندې کوي.

ډېری ناروغان چې ډېر عمر لرونکي نارینه او ښځې او ماشومان په کې شامل دي، له لرو سیمو یاد کلینیک ته راځي، په دغه روغتیايي مرکز کې اصلي او جدي موضوع د ډاکتران غیر حاضري ده.

یو ډاکتر چې دلته جذب شوی و، نه شوای کولای هره ورځ کلینیک ته راشي او د ناروغانو ستونزې حل کړي.

د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکي نورالهدی وویل: "خور مې ناروغه وه، د معاینې او درملنې لپاره مې سپین جومات روغتیايي کلینیک ته راوسته. له ډېرې لرې سیمې روغتیايي مرکز ته راغلو، خو کلینیک کې ډاکتر نه و."

دغه موضوع د بشري مرستو د پیاوړتیا له موسسې (HAEO)  په وسیله د ټولنیز حساب ورکونې شبکې له لارې د ولسوالۍ له سیمه ییزو مسوولینو سره شریکه او حل شوه.

یاده شبکه د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې (UNDP . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.