لښکرګاه (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۰): د هلمند د مرکز لښکرګاه په کرکټ لوبغالي کې د هلمند او کندهار کرکټ اکاډميو په زیار له ۱۹ کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو تر منځ ۵۰ اووریزه سیالۍ پیل شوې.
د دغه ټورنمنټ لومړۍ لوبه نن وشوه چې نندارې ته یې ډېر مینه وال ورغلي وو.
د یاد شوي سیریز د پيل پر مهال د کندهار کرکټ اکاډمي روزونکي راز محمد خوشحال پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرکټ لوبې دغه ۵۰ اووریز ټورنمنټ د کندهار او هلمند د کرکټ اکاډمیو له خوا د کرکټ د ودې په موخه پیل شوی چې درې ورځې به دوام وکړي.
هغه زیاته کړه، د دغو لوبو په لړ کې به وړتیا لرونکي لوبغاړي په نښه او د دوی د مهارتونو پر لوړولو کار وشي.
ده خبر ورکړ چې ټاکل شوې ده په راتلونکې کې د دواړو ولایتونو د ځوانانو تر منځ د کرکټ ټیسټ، پنځوس او شل اووریز نور سیریزونه هم جوړ شي.
د ده په خبره، دغسې سیالۍ د ځوانانو پر یووالي او په کرکټ لوبه کې د هغوی د تجربو ډېرولو کې مهم رول لري.
د هلمند د کرکټ اکاډمي روزونکي عبدالرحمن ناصري هم ورته څرګندونې کوي او وايي، د دغسې ټورنمنټونو په پایله کې کولای شي وړتیا لرونکي لوبغاړي انتخاب او استعدادونه یې لا وغوړېږي.
ده خبر ورکړ چې په نږدې راتلونکې کې به له غزني، پکتیا، هرات او کندهار ولایتونو څخه د کرکټ لوبغاړي دغه ولایت ته راشي او بېلابېلې سیالۍ به وکړي.
نوموړي له هلمندي ځوانانو غوښتنه وکړه چې د هلمند کرکټ اکاډمۍ ته راشي او دلته د توپ وهنې، توپ اچونې او نورو برخو کې مسلکي روزنه تر لاسه کړي او په کرکټ کې لا وځلېږي.
د یادونې ده چې دا لومړی ځل دی چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د دوو ولایتونو د لوبغاړو تر منځ د کرکټ ۵۰ اووریزې سیالۍ کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP