ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاسپورټ ریاست: د پاسپورټ په برخه کې ۷۵ لوی کمېشنکاران نیول شوي

د پاسپورټ ریاست: د پاسپورټ په برخه کې ۷۵ لوی کمېشنکاران نیول شوي

author avatar
5 Dec 2021 - 16:32
د پاسپورټ ریاست: د پاسپورټ په برخه کې ۷۵ لوی کمېشنکاران نیول شوي
author avatar
5 Dec 2021 - 16:32

کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۰): د پاسپورټ عمومي ریاست سرپرست په داسې حال کې د پاسپورټ او تذکرو د کمېشنکارانو د یوې ډلې نیول کېدو خبر ورکوي چې څه وخت مخکې یو جلد پاسپورټ په ناقانونه ډول د ۱۶۰۰ امریکايي ډالرو او یوه برېښنايي پېژندپاڼه د ۱۰زره افغانۍ په بدل کې ترلاسه کېدل.

د پاسپورټ عمومي ریاست سرپرست علم ګل حقاني نن په داسې حال کې د کمېشنکارانو د یادې ډلې او لسګونه نورو کمېشن کارانو د نیولو خبر ورکړ چې پژواک د لېندۍ په لسمه د «یو شمېر کسان په نظارتي شرایطو کې د تذکرو وېش په برخه کې کمېشنکاري کوي» په نوم او د روان کال د وږي په ۲۴مه یې د «په تور بازار کې د افغانستان پاسپورټ خیستو بیه تر ۱۶۰۰ ډالرو رسېدلې» په نوم خبرونه خپاره کړي وو.

د پاسپورټ عمومي ریاست سرپرست په کابل کې یادې خبري ناستې ته وویل، د پاسپورټونو د وېش بهیر له پیله راهیسې یې تر ۷۵ ‌ډېر لوی کمېشنکاران نیولي دي.

د یادونې ده، په افغانستان کې د سیاسي بدلون له رامنځته کېدو وروسته په هېواد کې د پاسپورټونو د وېش بهیر بند شو، خو دغه بهیر د روان کال د تلې په ۱۳مه په کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست د مرکزي دفتر له خوا بېرته پیل شو.

حقاني زیاته کړه: ((د کمېشنکارانو یوه ډله چې خلکو ته یې جعلي پاسپورټونه او تذکرې صادرولې، دوه ورځې مخکې ونیول شوه او د قانون منګولو ته وسپارل شوه.))

نوموړي روښانه کړه: ((موږ د کمېشنکارانو پر تعقیب بوخت یو، په دې برخه کې ډېر جدي کار روان دی.))

د پاسپورټ عمومي ریاست سرپرست ګواښ وکړ چې تر هغو به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي چې هېواد کې یو کمېشنکار هم پاتې نه شي.

Visits: 663

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.