ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د ډبرو سکرو تصدۍ څه باندې ۳۱ میلیونه افغانۍ عوايد حيف او ميل شوي

بغلان کې د ډبرو سکرو تصدۍ څه باندې ۳۱ میلیونه افغانۍ عوايد حيف او ميل شوي

author avatar
6 Dec 2021 - 17:51
بغلان کې د ډبرو سکرو تصدۍ څه باندې ۳۱ میلیونه افغانۍ عوايد حيف او ميل شوي
author avatar
6 Dec 2021 - 17:51

پلخمري (پژواک، ١٥ لېندۍ ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې په بغلان ولايت کې د تېرو ۱۳ کلونو په موده کې د ډبرو سکرو تصدۍ اړوند جايدادونو څه باندې ۳۱ میليونه افغانۍ عوايد د زورواکو له خوا حيف او ميل شوي دي.

د پژواک د موندنو پر بنسټ، په دغو جايدادونو کې د استوګنې ١٠ کورونه او ٤٥٠ جريبه کرنيزه ځمکه شامله ده.

د یادو څېړنو له مخې، د یادو ١٠ کورونو عوايد په تېرو ١٣ کلونو کې او د ٤٥٠ جریبه کرنيزې ځمکې عوايد په تېرو اووه کلونو کې د دولت خزانې ته نه دي تللي.

د بغلان د کانونو او پټروليم ادارې مسوولين دا تاييدوي چې دغه کورونه او ځمکې د پخواني حکومت نظامي او ملکي مسوولينو او يا هم هغو کسانو نيولي وو چې د حکومت له خوا يې ملاتړ کېده.

د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، د يادو ١٠ کورونو له ډلې په شپږو کې يې د بغلان د دوشي ولسوالۍ د پوليسو د امنيتي سمت امر اغا مير، د بغلان د امنيې قوماندانۍ معتمد ضابط امين، د سيمه ييزو پوليسو سرتېرى سيد خان، پخوانى قوماندان اغا شېرين، د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلوميار او د بغلان د چاپېريال ساتنې ادارې رييس نورالله اميني شامل دي.

د يادو کسانو له ډلې يواځې خانزاده مظلوميار پژواک ته وويل: ((دغه کور مې په زور نه دى نيولى؛ د بغلان پخواني والي عبدالحي نعمتي راکړى و، درې کاله مې په کې تېر کړي او کور مې ترميم کړى هم دى.))

د يوه بل سند له مخې، د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ څلور نور کورونه بيا داسې کسانو نيولي چې په تصدۍ کې يې دندې نه درلودې.

په دغو کسانو کې د بغلان غوري سمنټو فابریکې کارکوونکی ډاکټر جلال الدین، د دې فابریکې بل کارکوونکی شېرمحمد، د مخکني حکومت پر مهال د پروان ولایت د جبل السراج د سمنټو فابریکې مرستیال محمد شاه پور او د بغلان یو ترافیک سنت الله شامل دي.

په یادو ١٠ کسانو کې اغامیر او سنت الله بيا دوه هغه کسان دي چې د تصدۍ ځمکه یې غصب کړې او پر خپل سر یې په کې کورونه هم جوړ کړي دي .

د پژواک موندنې ښيي چې د ډبرو سکرو تصدۍ د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په څلورمه نېټه ولایت مقام ته په یوه مکتوب کې خبر ورکړی چې له تېرو دوو کلونو راهیسې سنت الله د شپې له تیارې او د رخصتۍ له ورځو نه په ګټې اخیستنې سره د تصدۍ په دوه بسوې ځمکه کې کور جوړ کړى دى.

همدارنګه تصدۍ د ۱۳۹۷ کال د کب په ۱۹مه نېټه د بغلان له امنیې قومندانۍ هم غوښتنه کړې چې سنت الله پرته له هر ډول اصولو او مقرراتو غصب پیل کړی او باید مخنیوی یې وشي خو مخه يې نه ده نيول شوې.

د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ د ۱۳۹۸ کال د وږي میاشتې په ۱۶مه نېټه د بغلان عدلیې ریاست ته هم د يوه مکتوب له لارې د سنت الله د غصب په اړه معلومات ورکړي دي.

د شمال د سکرو تصدۍ ټول لس کورونه د بغلان مرکز پلخمري په یوه مهمه او سټرایژیکه سیمه کې موقعيت لري او د پژواک خبري اژانس په ترلاسه کړي سند کې د کانونو او پټرولیم ادارې په اوسط ډول د هر کور میاشتنۍ کرایه لس زره افغانۍ ټاکلې چې د ټولو لسو کورونو میاشتنۍ کرایه سل زره افغانۍ او کلنۍ کرایه یې ١٢ سوه زره افغانۍ کېږي.

د پژواک موندنې ښيي، د شمال د سکرو تصدۍ ۴۵۰ جریبه ځمکه چې د بغلان د ډنډ غوري په چین زایو سیمه کې موقعيت لري، عوايد يې له تېرو اوو کلونو راهيسې د دولت خزانې ته نه دي تللي.

اوس دغه ځمکه د بغلان د کانونو او پټرولیم ریاست بېرته راګرځولې او سږ کال یې د داوطلبۍ له لارې بزګرانو ته هر جریب په ۵۱۵۰ افغانۍ په اجاره ورکړې چې د ټول ۴۵۰ جریبه ځمکې کلنۍ اجاره څه باندې ٢،٣ ميليونه افغانۍ کېږي.

په سندونو کې راغلي چې له ١٣٩٠ کال وروسته د چين زايو سيمه د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې او کروندګرو بيا اجاره د حکومت پر ځاى طالبانو ته ورکړې ده.

په ورته مهال کروندګرو هم په يوه ليک کې د ډبرو سکرو تصدۍ ته ليکلي چې نور دوى نه شي کولاى اجاره ورکړي؛ ځکه اجاره د طالبانو د ماليي کمېسيون ته ورکوي.

د حکومت اوسني مسوولين هم دغه موضوع تاييدوي.

د بغلان د کانونو او پټرولیم ادارې مسوول مولوي عبدالله حامد وايي چې د پلخمري اړوند د شمال سکرو تصدۍ شاوخوا دولتي تاسيسات او جايدادونه تېر ۱۳ کاله د زورواکانو له خوا نيول شوي وو او دولت ته يې اجاره نه ده ورکړې.

هغه وايي چې د وخت حکومت په تېرو ۱۳ کلونو کې پر نه دی توانېدلی چې له يادو زورواکو څخه دولتي کورونه خلاص کړي.

د ده په وينا، اوس حکومت د دولتي عوايدو په راټولولو کې په جدي توګه کار کوي، غصب شوي جايدادونه يې د غاصبينو له منګولو را خلاص کړي او د يوې قانوني داوطلبۍ له لارې به په اجاره ورکړل شي.

دغه راز د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي پژواک ته وویل: "اسلامي امارت مخکې هم حکومت و او په بشپړ ډول یې د دغه ولایت ډېرې برخې تر خپل حاکمیت لاندې درلودې، نو د حکومتدارۍ د قانون له مخې يې دا حق و چې د دولتي ځمکې عواید را ټول کړي."

هاشمي زیاتوي چې د دغو ځمکو د اجارې پیسې د دوى د ماليې کمېسیون ترلاسه کړې او په شفاف ډول یې لګولي دي.

پايله: You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.