ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزارت: په هېواد کې د کرونا «اومیکرون» بڼه تر اوسه نه ده ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت: په هېواد کې د کرونا «اومیکرون» بڼه تر اوسه نه ده ثبت شوې

author avatar
15 Dec 2021 - 18:01
د عامې روغتیا وزارت: په هېواد کې د کرونا «اومیکرون» بڼه تر اوسه نه ده ثبت شوې
author avatar
15 Dec 2021 - 18:01

کابل (پژواک، ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۰): طبي پوهان په داسې حال کې د کرونا نوې نوعه (اومیکرون) د اندېښنې وړ بولي چې عامې روغتیا وزارت وايي، دغه نوعه تر اوسه افغانستان کې نه ده ثبت شوې خو له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره نړیوالو مرسته ته جدي اړتیا ده.

د کرونا تغییر خوړلې نوې نوعه (اومیکرون) لومړی ځل د نومبر په میاشت کې په سویلي افریقا کې وپېژندل شوه او د نومبر په ۲۴ مه یې د روغتیا نړیوال سازمان ته راپور ورکړل شو، تر اوسه د نړۍ د پنځو لویو وچو په ۲۷ هېوادونو کې پېژندل شوې ده.

د یوه راپور له مخې، د سویلي افریقا پوهانو د اومیکرون په نوم د کرونا د نوې نوعې په اړه پر اندېښنو سربېره خبر ورکړی چې د کرونا د مخکنیو نوعو په پرتله پر دې نوعه د اخته کېدو خطر درې برابره ډېر دی.

د عامې روغتیا وزارت مخکني ارشد سلاکار ډاکتر بازمحمد شیرزاد پژواک ته وویل، د کرونا نوعې نوعه د اندېښنې وړ ده او باید د خلکو د خوندیتوب لپاره له ټولو شته امکاناتو استفاده وشي.

هغه د کرونا د نوې نوعې څخه د مخنیوي په موخه وقایوي اقداماتو ته په اشاره وویل، د کرونا د نوې نوعې څخه د مخنیوي لپاره وقایوي تدابیر هم د نورو نوعو څخه د مخنیوي تدابیرو په څېر دي.

نوموړی وايي: ((د کرونا ویروس نوې نوعه د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د اومیکرون په نوم پېژندل شوې او د «اندېښنې وړ نوعې» په نوم طبقه بندي شوې ده.))

هغه په ډاګه کړه چې د سویلي افریقا په سیمو کې چې د کرونا د نوې نوعې تر اغېز لاندې دي د کرونا د مثبت پېښو شمېر ډېر شوی، خو په دې اړه اپیډمیولوژیکې څېړنې پیل شوې چې د کرونا د مثبت پېښو د ډېرېدو اصلي لامل د کرونا نوې نوعه یا «اومیکرون» ده او که نور عوامل لري؟

د طبي چارو دغه پوه له هېوادونو غواړي چې د خطر د تحلیل او علمي لارو چارو د عملي کولو څخه په استفاده د دې پاندمي د دوران کمېدو لپاره ګټور روغتیايي اقدمات ترسره کړي او د ښه مدیریت لپاره یې عمومي وقایوي او معالجوي ظرفیتونه لوړ کړي.

هغه افغانستان کې کرونا واکیسنو ته د نه لاس رسي ستونزې ته په اشاره وویل: ((دا ډېره مهمه ده چې کرونا واکسینو ته د نه لاس رسي ستونزې ته بیړنۍ پاملرنه وشي، څو ډاډ ترلاسه شي چې زیان منونکې ډلې لکه روغتیايي کارکوونکي او ډېر عمر لرونکي کسان د هېواد په هر ځای کې تشخیص او عادلانه درملنې ته د لاس رسي تر څنګ اول او دویم دوز واکسین ترلاسه کوي.))

هغه خلکو ته په خطاب وویل، تر ټولو غوره اقدام چې له مخې یې خلک کولای شي د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیسي د لږ تر لږه یو متر ټولنیز واټن په پام کې نیول دي.

نوموړي له مناسب ماسک څخه استفاده، د هوا د تخلیې لپاره د کور او دفتر د خونو د کړکیو خلاصول، له غونډو او راټولېدو څخه ډډه، د لاسونو پاک مینځل، د پرنجي او ټوخي پر مهال خولې ته د دستمال یا څنګلې نیول او پر ټاکلي وخت د کرونا واکسینو تطبیق د کرونا ویروس د نوې نوعې د خپرېدو څخه د مخنیوي برخه کې ګټور اقدامات وبلل.

هغه خلکو ته د تازه معلوماتو ورکول د روغتیا نړیوال سازمان دنده وبلله او وویل، یاد سازمان باید دوامداره ناستو، څېړنو او خلکو ته د تازه معلوماتو ورکولو ته دوام ورکړي. پر دې سربېره دې خلکو ته د ټولنیزو رسنیو له لارې اطلاعات ورکړي.

د طبي چارو دغه پوه سربېره پر دې چې د افغانستان روغتیا وزارت یې د خلکو د خوندیتوب لپاره د هر ډول شته امکاناتو څخه پر استفاده مکلف وباله وویل، په ځينو مواردو کې باید له جدیت څخه کار واخیستل شي.

نوموړي په دې اړه جزیات ور نه کړل.

هغه د روغتیا له نړیوال سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې افغانستان کې د کرونا د مخنیوي برخه کې خپلې مرستې د پخوا په پرتله ډېرې کړي او د دغه هېواد له خلکو سره له کرونا سره د مخنیوي برخه کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د افغان ــ جاپان روغتون رییس زلمي رښتین د کرونا ویروس نوې نوعه د اندېښنې وړ وبلله او پژواک ته یې وویل چې افغانستان د کرونا ناروغۍ د نوې نوعې او څلورمې څپې لپاره هېڅ تدابیر نه لري.

هغه د دې په روښانولو چې افغانستان په یوازې توګه له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې توان نه لري زیاته کړه، نړیوال باید د کرونا د نوې نوعې څخه د مخنیوي برخه کې د افغانستان ملاتړ وکړي.

نوموړی وايي، افغان ــ جاپان روغتون د اکسیجن د تولید ماشین لري، خو د تېلو د پېر او دغه ماشین د فعالولو لپاره بودیجه نه لري.

رښتین له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د روغتیا په ځانګړې توګه د کرونا د نوې نوعې سره د مبارزې برخه کې د افغانستان ملاتړ وکړي، څو خلک او ملت له دې وبا وژغورل شي.

د افغان ــ جاپان روغتون رییس هیله مندي څرګنده کړه چې یو تمویل کوونکی چې د تمویل ژمنه یې کړې په دې برخه کې دې پر خپله ژمنه عمل وکړي.

خو سرچینې د تمویل کوونکي نوم په په ډاګه نه کړ.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر د کرونا نوې نوعې (omicron . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.