ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ایران کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ افغان کډوال مړه شوي

په ایران کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ افغان کډوال مړه شوي

author avatar
15 Dec 2021 - 16:49
په ایران کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ افغان کډوال مړه شوي
author avatar
15 Dec 2021 - 16:49

کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۰): ایراني چارواکي وایي چې په دغه هېواد کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږ افغان کډوال مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.

پرون «مهاجر نیوز» د ایراني رسنیو له قوله راپور ورکړی چې دغه پېښه د یزد ښار د مرکزي کمربند پر لاره شوې ده.

په راپور کې د «یزد» ولایت د بېړنيو خدمتونو د سرپرست احمد دهقان له قوله راغلي چې دغه مرګ ژوبله د دوو موټرو د ټکر په پایله کې رامنځته شوې ده.

سرچینې لیکلي، په دې پېښه کې شپږ هغه افغانان چې په غیر قانوني ډول دغه هېواد ورغلي وو، مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

هغه د دې په څرګندولو سره چې په دې پېښه کې یوه ښځه هم مړه شوې، وویل چې د ټولو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

هغه وویل، د هغې لارۍ موټر سپرلیو ته چې د کډوالو له موټر سره یې ټکر کړی و، ځاني تلفات نه دي اوښتي.

افغان پناه غوښتونکي چې تر ډېره د ایران په مرکزي ولایتونو، لکه کرمان او یزد کې له ترافیکي پېښو سره مخ کېږي، هغوی له د بلوچستان او سیستان په مرزي سیمه کې له امنیتي ځواکونو د تېښتې په موخه په ډېر سرعت تېرېږي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۰ کال کې اعلان وکړ چې څه باندې ۳،۴ میلیون افغانان په ایران کې ژوند کوي چې له ډلې یې دوه میلیونه غیر قانوني او ۸۰۰ زره نور په قانوني ډول په دغه هېواد کې مېشت دي.

Visits: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.