ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د يوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ننګرهار کې د يوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
16 Dec 2021 - 15:49
په ننګرهار کې د يوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
16 Dec 2021 - 15:49

جلال اباد (پژواک، ۲۵ ليندۍ ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو له لوري د يوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وايي، بريد کوونکي کسان د شپې په تياره کې د دغو خلکو پر کور و اوښتي او هغوی يې د چاقوګانو او برچو په ګوزارونو مړه او ټپيان کړي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ليندۍ په ۲۵مه پژواک اژانس ته تاييد کړه چې د دغه ولايت د کوز کونړ (ښېوې) ولسوالۍ شيګې سيمه کې تېره شپه مخ پټو کسانو د يو ديني عالم پر کور بريد کړی دی.

د سرچينې په وينا، بريدګرو د دغې کورنۍ پر غړو د برچو او چاقوګانو ګوزارونه کړي درې کسان په کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

سرچينه زياتوي: ((په وژل شويو کسانو کې يو ماشوم، يوه ښځه او يو ځوان شامل دي، په ټپيانو کې د کورنۍ مشر مولوي ابراهيم او مېرمن يې شامل دي.))

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي چې د پېښې پلټنې پيل شوي او په تړاو يې څو تنه د ځايي امنيتي مسوولينو له لوري نيول شوي دي.

سرچينه زياتوي چې پېښه د خپلمنځي شخصي ستونزو او تربګنۍ له امله رامنځته شوې ده.

د ننګرهار يوې روغتيايي سرچينې پژواک ته وويل چې دوه ټپيان د پېښې له ځايه روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

Views: 856

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.