ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزی وایي، سرپرست حکومت ته یې د لویې جرګې د جوړېدو پلان سپارلی

کرزی وایي، سرپرست حکومت ته یې د لویې جرګې د جوړېدو پلان سپارلی

author avatar
16 Dec 2021 - 12:48
کرزی وایي، سرپرست حکومت ته یې د لویې جرګې د جوړېدو پلان سپارلی
ارشیف
author avatar
16 Dec 2021 - 12:48

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۰): د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغانستان حکومت ته یې د لویې جرګې د رابللو طرحه سپارلې، تر څو د راتلونکي حکومت د جوړېدو، اساسي قانون او ملي بیرغ په اړه پرېکړې وکړي.

حامد کرزي له اسوشیټېډ پرېس اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان نوي سرپرست حکومت ته یې له بحرانه د وتلو لپاره یو پلان سپارلی چې په کې د لویې جرګې رابلل او په موقتي ډول د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د وخت اساسي قانون پلي کول شامل دي.

د ده په وینا، لویه جرګه به د راتلونکي حکومت د جوړېدو، اساسي قانون او ملي بیرغ په اړه پرېکړې کوي.

دغه راز هغه ویلي چې طالبانو کابل په زور نه دی نیولی، بلکې ده ورته بلنه ورکړې چې ښار ته ننوځي.

هغه وایي، وروسته له هغې چې پخوانی ولسمشر غني ناببره او په پټه له افغانستانه ووت، ده طالبانو ته چې د کابل ښار تر دروازو پورې رسېدلي و، بلنه ورکړه تر څو کابل ته ننوځي او د ګډوډیو مخه ونیول شي.

کرزی وايي، که اشرف غني په کابل کې پاتې وای، نو د یوه جوړ جاړي له مخې به سوله ییز انتقال تر سره شوی و.

Visits: 2402

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.