ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امیرخان متقي د یوه حکومتي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ولاړ

امیرخان متقي د یوه حکومتي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ولاړ

author avatar
18 Dec 2021 - 11:20
امیرخان متقي د یوه حکومتي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ولاړ
author avatar
18 Dec 2021 - 11:20

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۰): د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته روان شو.

بهرنيو چارو وزارت نن په یوه ټویټ کې ویلي چې ټاکل شوې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي او ورسره پلاوی د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې- چې سبا په اسلام اباد کې ترسره کېږي- ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس ولي الله شاهین ویلي چې مالي وضعیت، بانکونه او له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو عادي کېدل د دې ناستې د اجنډا موضوعات جوړوي.

هغه زیاتوي: ((موږ د بهرنیو چارو وزارت په توګه په دې ناسته کې ګډون کوو.))

متقي د کابل نړیوال هوايي ډګر کې رسنیو ته په خبرو کې د اسلامي همکاریو سازمان یاده ناسته د افغانستان لپاره مهمه بللې او ویلي یې دي: ((اسلامي امارت هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي.))

Visits: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.