ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره صندوق جوړوي

د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره صندوق جوړوي

author avatar
20 Dec 2021 - 01:31
د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره صندوق جوړوي
author avatar
20 Dec 2021 - 01:31

کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۰): د اسلامي همکاریو سازمان د اسلام اباد په ناسته کې پتېیلې چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي او له دغه هېواد سره د بشري مرستو لپاره مالي صندوق جوړ کړي.

دغه راز د افغانستان لپاره د دغه سازمان په ځانګړې یوه ورځنۍ ناسته کې چې په اسلام اباد کې جوړه شوه، له امریکا وغوښتل شول چې له بشري ناورینه د مخنیوي لپاره د افغانستان شتمني له کنګل حالته وباسي.

وروسته له هغه چې د افغانستان تېر حکومت ړنګ شو او وروسته یې ځای اوسني سرپرست حکومت ونیو، د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نږدې لس میلیارده پانګه کنګل کړه او پر دغه هېواد ځیني نور محدودیتونه هم ولګېدل چې له امله یې افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی.

په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه ځانګړې یوه ورځنۍ ناسته جوړه کړه او د افغانستان د وضعیت په اړه یې خبرې وکړې. په غونډه کې په افغانستان کې د تولګډون حکومت پر جوړېدو ټینګار وشو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له یادې ناستې وروسته د دغه سازمان له سرمنشي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې په دې ناسته کې د شلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران، د لسو هېوادونو مرستیال وزیران او د یو شمېر نورو هېوادونو استازو ګډون کړی و.

هغه زیاته کړه چې د غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه هم خپره شوې چې په کې له نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې یاد سازمان به د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکي او همدا راز له دغه هېواد سره د بشري مرستو لپاره به یو مالي صندوق هم رامنځته کوي.

په دې اعلامیه کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتنه شوې چې د حکومت په نورو برخو کې د ‘ټولشمولیت ‘ اصل ته پام وکړي او ښځو ته دې هم برابر حقونه او د ژوند ټولو برخو کې د فعالیت اجازه ورکړي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې له بشري ناورینه د مخنیوي لپاره باید د دغه هېواد کنګل شوې شتمني ژر تر ژره خوشې شي.

همدا راز د اسلامي همکاریو سازمان له سکرټر جنرال نه غوښتنه شوې چې د نړیوالو دیني عالمانو یوې ډلې ته دنده وسپاري چې له افغان چارواکو سره پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له غونډې وروسته خبري ناستې ته وویل چې د افغانستان د سرپرست حکومت او امریکا متحده ایالتونو پلاوو هم د غونډې په څنډه کې مخامخ خبرې وکړې.

ده هیله څرګنده کړه چې د دې غونډې له برکته به د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکي پر دې لا ښه پوه شي چې نړیواله ټولنه له دوی څه تمې لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دا مهال د افغانستان د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د بې باورۍ فضا شته، خو هیله یې وښوده چې د باور رامنځته کولو کې به پرمختګ وشي.

‌د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټامس ویسټ په دې غونډه کې  ګډون کړی و.

خو په دې ناسته کې د افغانستان څوکۍ چې د افغانستان درې رنګه بیرغ یې هم مخې ته ایښې و، تشه وه او امیرخان متقي ته په غونډه کې جلا څوکۍ ورکړل شوې وه.

Views: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.