ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مالي فساد د تورنې “رویا رحماني” ورځنی معاش او امتیاز له زرو ډالرو اوښت

په مالي فساد د تورنې “رویا رحماني” ورځنی معاش او امتیاز له زرو ډالرو اوښت

author avatar
20 Dec 2021 - 13:19
په مالي فساد د تورنې “رویا رحماني” ورځنی معاش او امتیاز له زرو ډالرو اوښت
author avatar
20 Dec 2021 - 13:19

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۰): ځینې سرچینې واشنګټن کې د افغانستان پر پخوانۍ سفیرې د مالي فساد تورونه لګوي او معلومات ښيي چې هغې ته هره میاشت شاوخوا ۳۰ زره ډالر د تنخوا، بیمې، کور کرایې او نورو لګښتونو لپاره په پام کې نیول شوي وو.

ځینې سرچینې دعوه کوي چې څه باندې ۳۴۰۰ ډالر رویا رحماني او د سفارت نورو دیپلوماټانو ته د مېلمستیاوو لپاره ورکول کېده، خو رحماني دغه پیسې په شخصي ډول لګولي او خپلې صفا کارې ته یې په داسې حال کې د میاشتې ۸۰۰ ډالر معاش ورکړی چې اصلي معاش  یې شاوخوا ۳۰۸۰ ډالره و.

پژواک دغه موضوعات په واشنګټن کې د افغانستان له مخکنۍ سفیرې رویا رحمانِ، ځینو نورو چارواکو او دغه راز د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له مخکنیو چارواکو سره شریک کړي، خو چا رسمي ځواب نه دی ویلی.

معاش:

پژواک خبري اژانس امریکا کې د افغانستان سفارت د ۱۳۹۸ مالي کال د لومړیو درېیو میاشتو د تنخوا استحقاقپاڼه تر لاسه کړې چې له مخې یې رویا رحماني د درېیو میاشتو لپاره ۲۱۸۹۴ ډالره تنخوا تر لاسه کړې ده. د پیسو دغه کچه ښیي چې د رحماني میاشتنۍ تنخوا هغه مهال ۷۲۹۸ ډالره وه.

خو د بهرنیو چارو وزارت د ۱۳۹۸ کال د غويي میاشتې د پنځمې نېټې مکتوب له مخې، چې یاد سفارت ته استولی شوی، د سفیرې په ګډون د سفارت د کارکوونکو لس سلنه تنخوا ډېره شوې وه. د تنخوا دغه زیاتوالي ته په پام د سفیرې تنخوا هم ۷۳۰ ډالره لوړې شوې وه.

دغه راز یوې سرچینې پژواک ته وویل چې په وروستیو کې رویا رحماني ته یوه رتبه هم ورکړل شوې وه، چې له مخې یې د هغې تنخوا ۶۰۰ ډالره نوره هم لوړه شوې وه او په دې سره د سفیرې میاشتنۍ تنخوا ۸۶۲۸ ډالره ته رسېدلې وه.

بیمه:

واشنګټن کې د افغانستان سفارت د ۱۳۹۸ مالي کال د کارکوونکو د بېمې تړون د اټنا (Aetna) په نوم له یوې کمپنۍ سره شوی چې له مخې یې، د سفارت اړوند ۱۵ تنو له ډلې، شپږ یې انفرادي، دوه یې خاوند او مېرمن او ۷ یې د اولادونو په ګډون ټوله کورنۍ بیمه دي. د دغو کسانو د بیمې ټولې پیسې ۳۲۸۳۵۴ امریکایي ډالره کېږي.

د دغه تړون پر بنسټ، د انفرادي کارکوونکو میاشتنۍ بیمه ۷۳۳ ډالره، د خاوند او مېرمنې ۲۰۶۴ ‌ډالر او د یوې کورنۍ ۲۴۱۳ ډالره کېږي.

سرچینه وايي چې رویا رحماني د یادو ۷ تنو له ډلې څخه وه چې ټوله کورنۍ یې بیمه شوې او د بیمې لپاره یې ۲۴۱۳ ډالر ورته په پام کې نیول شوي وو.

د کور صفاکوونکې ته یې له ۳۰۸۰ ډالره تنخوا ۸۰۰ ورکول شوي:

واشنګټن کې د افغانستان سفارت د ۱۳۹۸ مالي کال د لومړیو درېیو میاشتو د تنخواګانو د جدول له مخې، د «کمیسنارسارمو» په نوم یوې ښځې ته ۲۸۰۰ ډالر تنخوا ښودل شوې وه، خو د کارکوونکو لس سلنې تنخوا په ډېرېدو سره د سارمو تنخوا هم شاوخوا ۳۰۸۰ ډالرو ته رسېدلې وه.

واشنګټن کې د افغانستان سفارت یوه سرچینه وايي چې دغه مېرمن د سفیرې د کور خدمتګاره وه او د هغې د لور پالنه یې هم کوله.

یوه بله سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، رویا رحماني، کمیسنار سارمو له اندونیزیا څخه راغوښتې وه او هغې ته یې په داسې حال کې د میاشتې ۸۰۰ ډالره تنخوا ورکړې چې اصلي تنخوا یې ۳۰۸۰ ډالره کېده.

پژواک هڅه وکړه چې له دغې مېرمنې سره خبرې وکړي، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.

د مخکني حکومت ولسي جرګې د مالي او بودیجې، عمومي محاسباتو او بانکونو چارو کمېسیون غړي جاوید ساپي د تېر کال د وږي په شپږمه امریکا ته تللی و، تر څو واشنګټن کې د افغانستان سفارت د دیوال جوړولو پروژه کې د فساد په اړه د پژواک راپور وڅېړي.

ساپي د تېر کال لړم میاشتې په لومړۍ نېټه په یاده پروژه کې د فساد په اړه خپلې موندنې له دغه کمېسیون سره شریکې کړې او زیاته کړې یې وه:”رویا رحماني په ځینو قضیو کې انساني قاچاق ته ورته کړنې کړې دي. د بېلګې په توګه له اندونیزیا څخه د کور د صفاکارې په توګه د یوې مېرمنې امریکا ته ستنول یادولای شو، چې له سفارت څخه هره میاشت نوموړې ته ۳۰۷۵ ډالره معاش ورکول کیږي، خو هغې ته یواځې ۸۰۰ ورکوي. رحماني پر نوموړې د امریکا د وېزې اخیستلو او افغان حکومت د کور کرایه حسابوي، خو باقي پیسې یې خپل ځان ته اخلي.”

له درېیو، دوه موټرچلوونکي د رویا په چوپړ کې وو:

سند ښیي چې یاد سفارت درې موټرچلوونکي درلودل او په یاد سفارت کې یوه سرچینه وایي چې له دغو درېیو موټرچلوونکو دوه د سفیري په چوپړ کې وو چې د دواړو تنخوا۵۲۰۰ ډالره کېږي.

سرچینه لیکي چې له یادو موټرچلوونکو یو د رویا رحماني د لور او بل یې د سفیرې په چوپړ کې و او درېیم یې د سفارت نورې اړوند چارې پر مخ وړلې.

دغه راز هغه زیاتوي چې رویا رحماني ته هره میاشت د هغې د کور د باغوان لپاره ۱۸۰۰ ډالر او د کور د حوض پاک ساتلو لپاره یې ۸۷۰ ډالره ورکول کېدل.

ادعا: سفیرې د مېلمستیاوو پیسی شخصي لګولي

سرچینه وایي:”سفیرې ته ۱۲۳۳ ډالره د مېلمستیاوو د لګښت لپاره چې رسمي غونډو کې باید ترې ګټه واخیستل شي، ورکول کېدې، خو هغې په نغدي ډول تر لاسه کولې او شخصي یې مصروفولې.”

د سفارت سرچینه وايي چې سفیرې د نغدو پیسو ایستلو حق نه درلود، خو که اړتیا وي نو سفارت ته یې باید بېل ورکړی وای چې دا کار یې نه دی کړی.

واشنګټن کې د افغانستان سفارت د یو چیک کاپي ښيي چې سفیرې ۳۷۰۰ ډالر نور نغذ تر لاسه کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې د میاشتې ۲۲۱۰ ډالره هم د سفارت د ټولو دیپلوماټانو د مېلمستیاوو لپاره سفارت ته ورکول کېده خو دا پیسې هم د سفیرې له خوا په شخصي ډول لګول شوي.

د دغه سفارت یوه پخواني دېپلوماټ د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وویل چې ده سفارت کې درې کاله کار کړی، خو د کار پر مهال یې یوازې د یوې میاشتې د مېلمستیا لپاره پیسې اخیستې او نورې نه دي ورکړل شوي.

دغه راز سرچینې زیاته کړه چې سفیرې هره میاشت تر ۷۰۰۰ ډالرو د کور برېښنا، انټرنیټ، ټیلېفون، خوراک، څښاک، لباس او نور لګښتونو لپاره له سفارت نه تر لاسه کول.

د سفارت یوه بله سرچینه هم دغه لګښتونه پژواک ته تاییدوي.

سفیرې د نورو دیپلوماټانو په پرتله دوه برابره په لوړې بیه کور کرایه کړی و: 

واشنګټن کې د امریکا سفارت د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په لسمه د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري ریاست ته یو مکتوب استولی دی. په دغه مکتوب کې راغلي چې د سفیرې د استوګنځي د پنځو میاشتو کرایه ۴۲۵۰۰ ډالره کېږي.

په مکتوب کې له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتل شوي چې یادې پیسې او د بل نوي کال کرایه سفارت ته واستوي.

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري ریاست د یاد مکتوب په ځواب کې لیکلي چې د سفارت بانکي حساب ته یې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۱۸ مه  ۱۰۲ زره امریکايي ډالر د سفیرې د اوسېدو ودانۍ د یو کال کرایه استولې ده.

سرچینه وايي، رحماني واشنګټن کې د افغانستان سفارت ته دوه تر درې کیلومتره واټن کې داسې یو کور د میاشتې په ۸۵۰۰ ډالر کرایه کړی و چې په دغه سیمه کې نورو دیپلوماټانو له دوه نیم تر درې نیم زره ډالرو کورونه په کرایه نیولي دي.

د مخکني حکومت ولسي جرګې د مالي او بودجې، عمومي محاسباتو او بانکونو چارو کمېسیون غړي جاوید ساپي ویلي چې رویا رحماني د څارنوالۍ، حساب او پوښتنې څخه د ځان د خلاصون په موخه د سفارت له امکاناتو څخه “ناوړه شخصي ګټه” پورته کړې.

د هغه په وینا، له سفارت څخه د ترلاسه کړو سندونو له مخې، لیدل کېږي چې دغې سفیرې هره میاشت د خپل قانوني معاش ترڅنګ په لسګونو زره ډالر په غیر قانوني ډول د سفارت له مالي حسابونو څخه په یوه او بل نامه اخلي او بېرته یې حسابونه هم نه تصفیه کېږي.

د راپور له مخې، د ولسي جرګې د عدلي او قضایي چارو کمېسیون- وروسته له هغه چې پژواک امریکا کې د افغانستان سفارت د یو دیوال په جوړېدو کې د فساد په اړه راپور خپور کړ- رویا رحماني څارنوالۍ ته معرفي کړه.

سفارت او د بهرنیو چارو وزارت په دغې موضوع ګونګه روژه نیولې:

د پژواک خبري اژانس په راپور کې یاد شوي موضوعات مخکې واشنګټن کې د افغانستان له یادې پخوانۍ سفیرې، د دغه سفارت د مطبوعاتو له مسوول سید نجیب هاشمي او مخکني حکومت ځینو نورو چارواکو سره شریک کړي، خو ځواب یې نه دی ورکړی.

د سفارت ځیني کارکوونکي وايي، رحماني له مرکز څخه هغه مهال امر اخیستی و چې هیڅ دېپلوماټ او د سفارت کارکوونکي له رسنیو سره په ځانګړې ډول له پژواک سره معلومات شریک نه کړي.

پژواک د یادو موضوعاتو په اړه اطلاعاتو ته د لاسرسي فورم هم مخکې ثبت کړی و، خو ځواب ورته نه دی ویل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون هم د یو مکتوب له لارې د مخکني حکومت پر مهال له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتي چې اړین معلومات ورکړي.

Visits: 2669

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.