ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«غوړېدلی اقتصاد امنیت او پایداره سوله تضمینوي»

«غوړېدلی اقتصاد امنیت او پایداره سوله تضمینوي»

author avatar
22 Dec 2021 - 14:58
«غوړېدلی اقتصاد امنیت او پایداره سوله تضمینوي»
author avatar
22 Dec 2021 - 14:58

قلعه نو (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): په بادغیس کې د یوې غونډې ګډونوالو په ټولنه کې د شخړو او کورني تاوتریخوالي کمولو په اړه خبرې وکړې، خلک یې یو بل منلو ته وهڅول او له حکومته یې وغوښتل چې اقتصادي پروګرامونو ته لومړیتوب ورکړي.

دغه غونډه چې په بادغيس ولایت کې د «د شخړو مديريت مهارتونو لوړولو په برخه کې د ټولنیزو هڅو پياوړتيا» تر نامه لاندې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په همکارۍ د پژواک خبري اژانس له لوري چې ٢٥ ديني عالمانو، ځايي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او مېرمنو په کې ګډون کړى و، جوړه شوه او د شخړو د هواري موضوع په اړه یې بحث او خبرې وکړې.

د بادغیس پوهنتون استاد عبدالواحد پارسا د تاوتریخوالي کمولو او د شخړو د حل په اړه خبرې وکړې او د ټولنې په کچه یې کورنی تاوتریخوالی او شخړې د هېواد له اصلي ستونزو وبلل.

هغه زیاته کړه: «هر هغه عمل چې په زور ترسره شي، تاوتریخوالی بلل کیږي چې دا کېدای شي له کورنۍ پیل بیا تر ټولنې او ټول هېواده ورسېږي.»

د هغه په ​​وينا، په هره برخه کې بايد عدالت په پام کې ونيول شي؛ ځکه که عدالت تر پښو لاندې شي، د تاوتریخوالي او شخړو رامنځته کېدو لامل کېدای شي.

هغه د ټولنې په کچه د شخړو په هواري کې د ټولو خلکو، دیني عالمانو او مخورو فعاله ونډه اخیستل مهم وبلل او یادونه یې وکړه چې د شخړو په هواري کې باید هر څوک هڅه وکړي.

په ورته مهال، ديني عالم او د غونډې ګډونوال مولوي نوراحمد حامد وويل چې اسلام د مينې، سولې او پخلاينې دين دى او د اسلام پيغمبرانو خلک د تاوتريخوالي کمولو او يووالي ته هڅولي دي.

مولوي حامد زیاته کړه: «سوله د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ د لانجو هوارول او د دوی ترمنځ د یوه هوکړه لیک رامنځته کول دي.»

نوموړي هغې سولې او ثبات ته چې د مخکې حکومت له سقوط وروسته په هېواد کې تامین شوي او وايي: «هر څوک باید د رښتینې سولې، مثبتې سولې او تلپاتې سولې لپاره کار وکړي څو تاوتریخوالی او شخړې خپل ټيټې کچې ته ورسېږي.»

د دغه دیني عالم په باور، که ټول خلک د خپل ژوند په ټولو چارو کې د اسلام د سپېڅلي دین احکامو ته پام وکړي، نو د ټولو انسانانو ژوند به ارام او له تاوتریخوالي پاک وي.»

نوموړي په ​​هېواد کې هغو اقتصادي ستونزو ته چې د مخکني نظام له پرځېدو وروسته رامنځته شوې، اشاره وکړه او ویې ویل: «زموږ خلک له اقتصادي بېوزلۍ سره مخ دي، نو اړتیا ده چې ټول خلک یو ځای له دې ستونزې سره مبارزه وکړي.»

د بادغيس ولايت بل مدني فعال او د ناستې برخه وال عبدالرزاق عصمت وويل: «په یوه کورنۍ، ټولنه او په ټوله کې په هېواد کې رښتینې سوله او ارامي هغه مهال رامنځته کېږي چې لومړی خپل ځان اصلاح کړو، له خپلو شاوخوا خلکو سره نرم چلند وکړو او د قهر او غوسې پر مهال له ډېر صبر او زغمه کار واخلو.»

هغه یادونه وکړه چې په ډېرو کورنيو او ټولنو کې کله ناکله تاوتريخوالی رامنځته کېږي چې  دا په خپله د اختلافاتو رامنځته کېدو لامل کېږي.

هغه زیاته کړه: «سوله هغه وخت ټینګېږي او یو پیاوړی افغانستان لرلای شو چې ملي یووالی ټینګ شي او یو ټول شمول حکومت رامنځته شي، کینه او نفرتونه له پامه وغورځول شي او ټول په ورورګلوۍ کې ژوند وکړو.»

نوموړي د کورني تاوتريخوالي کمولو او د ټولنې په کچه د خلکو د ديني پوهاوي د کچې لوړولو سپارښتنه وکړه.

په ورته مهال، د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې رییسې نړۍ هېوادمل په دې ناسته کې وویل: «اصلاحات له کوچنۍ کچې پیل او د وخت په تېرېدو سره لوړې کچې ته رسېدلي او شخړې به راکمې شي.»

د هېوادمل په وینا، په لومړي قدم کې باید د ستونزو ريښه معلومه او له منځه یووړل شي.

په همدې حال کې په دغه ولايت کې د ښځو د حقونو فعالې او د یادې ناستې ګډونوالې نګيتا شېرزاد چې د غونډې له ترسره کېدو او د ښځو د برخې له اخیستو یې خوښي څرګنده کړه، وویل: «که څه هم جګړه پای ته رسېدلې؛ خو لا هم په ټولنه کې ډېرې ستونزې شته، چې باید کلکه پاملرنه ورته وشي.‎»

د هغه په ​​خبره، د اقتصادي ستونزو ډېرېدل په هېواد کې یو له سترو ستونزو دى چې بايد جدي مبازره ورسره وشي؛ ځکه بېوزلي، امنيت او سولې ته زيان رسولای شي.

هغه له حکومته غواړي چې د بېوزلۍ کمولو لپاره دې جدي او عملي اقدام وکړي، اقتصادي پروګرامونه باید د حکومت په لومړیتوبونو کې وي.

نوموې زیاته کړه: «غوړېدلی اقتصاد پایداره سوله او امنیت تضمینوي.»

دغه مېرمن له حکومته غواړي چې ژر تر ژره دې ښځې خپلو کارونه ته وغواړي او په لېسو او منځنیو ښوونځیو کې د نجونو د لومړنیو او لوړو زده کړو خنډ نه ګرځي.

Visits: 35

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.