ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند له زندانه ۲۱۸ روږدي له درملنې وروسته کورونو ته ولېږل شول

د هلمند له زندانه ۲۱۸ روږدي له درملنې وروسته کورونو ته ولېږل شول

author avatar
23 Dec 2021 - 16:41
د هلمند له زندانه ۲۱۸ روږدي له درملنې وروسته کورونو ته ولېږل شول
author avatar
23 Dec 2021 - 16:41

لښکرګاه (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۰): د هلمند له مرکزي زندان څخه ۲۱۸ په نشو روږدي کسان له څلور میاشتې درملنې او بند تېرولو وروسته خپلو کورونو ته واستول شول.

په دغو مراسمو کې د هلمند مرستیال والي مولوي حزب الله، علماوو او په نشو د روږدو کسانو د کورنیو غړو ګډون کړی وو.

د هلمند مرستیال والي مولوي حزب الله وویل، دغه ۲۱۸ په نشو روږد وګړي نن په داسې حال کې له خپلو کورنیو سره بېرته یو ځای کېږي چې د دغه ولایت په مرکزي زندان کې یې څلور میاشتې نه یوازې درملنه شوې، بلکې دیني زده کړې هم ورکړل شوې دي.

هغه زیاته کړه، دغه کسان نه یوازې په نشه یي توکي روږدي وو، بلکې له جوماتونو، کورونو او دوکانونو څخه په غلاوو هم تورن وو.

دی وايي، د اسلامي امارت مشرانو پرېکړه کړې چې په نشه يي توکو روږد کسان به نیول کېږي او د زده کړې او اصلاح لپاره به زندانونو ته لېږل کېږي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې له حکومت سره د دغسې کسانو په موندلو کې مرسته وکړي، څو دوی یې د درملنې او اصلاح لپاره لاس په کار شي.

د هلمند د مرکزي زندان مدیر عاطف له خوشې شوو کسانو وغوښتل چې نور له نشو او جرمونو کولو ډډه وکړي او د سالمو انسانانو په توګه په ټولنه کې ژوند وکړي.

د درملنه شوو کسانو له ډلې اسدالله او محمود پژواک خبري اژانس ته وویل، پوره څلور میاشتې یې تر درملنې لاندې په زندان کې تېرې کړې، په دې موده کې یې ډېر کړاوونه وزغمل، نور غواړي له نشو سره مخه ښه وکړي او بېرته خپل عادي ژوند پیل کړي.

د یادونې ده چې د هلمند په مرکزي زندان کې په سلګونو نور په نشو روږدي کسان هم تر درملنې لاندې دي چې د رغېدو او له خپلو کورنیو سره د یو ځای کېدو لار څاري.

Visits: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.