ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ هم نړیوالو پر افغانستان تمرکز درلود او مرګ ژوبله ډېره کمه وه

تېره اوونۍ هم نړیوالو پر افغانستان تمرکز درلود او مرګ ژوبله ډېره کمه وه

author avatar
25 Dec 2021 - 16:54
تېره اوونۍ هم نړیوالو پر افغانستان تمرکز درلود او مرګ ژوبله ډېره کمه وه
author avatar
25 Dec 2021 - 16:54

کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۰): تېره اوونۍ، اسلامي او د سیمې او نړۍ سترو هېوادونو د افغانستان پر مسایلو تمرکز درلود او په افغانستان کې مرګ ژوبله بیا هم تر ټولو ټیټې کچې ته راولوېده.

د اوونۍ مهم خبرونه:

  • او ای سي، روسیه او د امریکا د کانګریس ځینې غړي: د افغانستان پانګه دې له کنګل حالت څخه وایستل شي.
  • او ای سي افغانستان ته ځانګړی استازی وټاکه او له دغه هېواد سره د مرستو لپاره صندوق جوړوي.
  • روسیه: د نوي افغان حکومت په رسمیت پېژندلو په تړاو له خپلو متحدینو سره پر یوې پرېکړې کار کوو.
  • اندونیزیا: په کابل کې سفارت پرانیزو.
  • ملګرو ملتونو، له افغانستان سره د بشري مرستو د اسانتیا لپاره د امریکا یو وړاندیز تصویب کړ.
  • هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو له افغانستان سره په بشري مرستو ټینګار وکړ.
  • په کابل کې سلګونه لاریونوال: امریکا دې د افغانستان پانګه له کنګله وباسي.
  • تېره اوونۍ په بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي دي.

مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ په کابل، اروزګان، ننګرهار او بغلان ولایتونو کې شپږ کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ د ننګرهار په جلال اباد ښار کې امنيتي ځواکونو د جګړې پر مهال درې انسان تښتونکي وژلي او د کابل ښار د پاسپورټ عمومي ریاست مخې ته يو بریدګر چې غوښتل يې ياد ریاست ته د ننه شي وژلی دی.

راپورونه ښیي چې د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د مخکني حکومت د پولیسو یو ساتنمن وژل شوی او ناپېژاندو وسله والو د بغلان ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې د حاجي دادعلي په نوم یو کس وژلی دی.

د دغو دوو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو جنایی پېښو او نورو بریدونو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان و.

 

خو د روان کال د لیندۍ میاشتې په دویمه اوونۍ کې بیا په ټول هېواد کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او دا په تېرو کلونو کې د مرګ ژوبلې تر ټولو ټیټه کچه وه.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو جګړو پر مهال به هره اوونۍ سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

پر افغانستان د نړیوالو تمرکز

تېره اوونۍ، په پاکستان کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان (او ای سي) غونډه جوړه شوه چې له شاوخوا د ۷۰ غړو هېوادونو او سازمانونو سربېره د امريکا، روسيې، چين، جرمني او اروپايي ټولنې استازو هم په کې ګډون درلود.

په غونډه کې وپتیل شوه چې یاد سازمان به د بشري مرستو د همغږۍ په موخه د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکي او همدا راز به له دې هېواد سره د بشري مرستو لپاره یو مالي صندوق رامنځته کوي.

وروسته او ای سي، په بشري چارو کې د ياد سازمان مرستیال طارق علي د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه.

په افغانستان کې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره، د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نږدې لس میلیارد ډالره پانګه کنګل کړې او پر افغانستان یو لړ نور بندیزونه هم لګول شي چې ورسره د افغانستان خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د اسلامي همکاریو سازمان غونډې، له کنګل حالته د افغانستان د پانګې د ایستلو غوښتنه وکړه او د افغانستان له سرپرست حکومت څخه یې وغوښتل چې ټولګډونوالي او دغه راز د ښځو حقونو ته پام وکړي.

روسیې هم تېره اوونۍ وویل، د نوي افغان حکومت په رسمیت پېژندلو په تړاو له خپلو متحدینو سره پر یوې پرېکړې کار کوي. د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ویلي، هېواد یې په سیمه کې د امنیت او ټیکاو غوښتونکی دی؛ ځکه هېواد یې د مرکزي اسیا هېوادونو ته د «ترهګرو» د نفوذ خپرېدو او نشه یې توکو له قاچاق څخه وېره لري.

اندونیزیا بیا ویلي، له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام په موخه غواړي په کابل کې خپل سفارت پرانيزي.

د امریکا د کانګرس ۴۶ غړو د امریکا له ماليې وزارت څخه وغوښتل چې د افغانستان شتمنۍ دې له کنګل حالته وايستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د مالیې (خزانې) وزارت د بهرنیو شتمنو ریاست اعلان کړی چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو رسولو لپاره یې درې نور جوازلیکونه هم صادر کړي او له مخې یې خیریه ټولنو،‌ نړیوالو ادارو او د امریکا حکومت ته اجازه ورکړل شوې چې له اړمنو کسانو سره مرستې وکړي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له افغانستان سره د بشري مرستو د اسانتیا لپاره د امریکا د متحده ایالتونو له لوري وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ. د راپورونو له مخې، په دې پرېکړه لیک کې راغلي :«د پیسو ورکړه، نورې مالي شتمنۍ یا اقتصادي منابع او په وخت سره د دې مرستو له لېږد څخه د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره د توکو او لازمو خدماتو برابرول او یا له دغه ډول فعالیتونو څخه ملاتړ مجاز دی.»

هند هم تېره اوونۍ د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د یوې ګډې غونډې کوربه و، چې د پنځو مرکزي اسیايي هېوادونو (د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان) د بهرنیو چارو وزیرانو په کې برخه اخیستې وه.

په دغې ناسته کې هم له افغانستان سره په بشري مرستو ټینګار شوی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي چې د غونډې ګډونوال هېوادونه د افغانستان په تړاو ګډې اندېښنې او هدفونه لري، چې د یو ټولګډونه او د ولس استازی حکومت، له «ترهګرۍ» او مخدره توکو پر ضد جګړې، د بشري مرستو رسول او د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو خوندیتوب په هکله دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي ويلي، په افغانستان کې د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته د دغه هېواد امنیت په بشپړ ډول خوندی دی، له افغانستانه د نړۍ هیڅ هېواد ته خطر متوجې نه دى او افغانستان د یوه حاکم نظام په حیث حق لري چې نړۍ ورسره رسمي تعامل ولري.

ده د اسلامي همکاریو سازمان له ټولو غړو هېوادونو وغوښتل چې په کابل کې خپل سفارتونونه پرانیزي.

بشري مرستې

سعودي عربستان د شاوخوا ۲۰۰ ټنو بشر پاله مرستو د سپارلو تر څنګ له افغان بې وزلو کورنیو سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکوي وايي په دې وروستیو کې له افغانستان سره د بېلابېلو هېوادونو له لوري ترسره شوې مرستې بنسدویه نه دي.

دغه راز، تېره اوونۍ له افغانستان سره د ازبکستان د بشري مرستو دويمه چوپه چې ۳۷۸۰ ټنه خوراکي توکي، البسه او سون مواد په کې شامل و، افغان چارواکو ته وسپارل.

تېره اوونۍ د افغانستان ټولو ولایتونو ته د چین د هغو مرستو لېږد پیل شو چې مخکې کابل ته رارسېدلې دي. په دغو مرستو کې ژمنی کالي او کمپلې شاملې دي.

خلک څه غواړي؟

تېره اوونۍ کابل کې سلګونو لاریون کوونکو وویل چې د امريکا د بنديزونو له امله افغانان له سختو ستونزو سره مخ دي. هغوی غوښتنه کوله چې امریکا دې ژر د افغانستان کنګل کړې پیسې ازادې کړي.

Visits: 354

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.