ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې د «سولې او یو بل زغملو» جام په نوم د والیبال سیالۍ ترسره شوې

بادغیس کې د «سولې او یو بل زغملو» جام په نوم د والیبال سیالۍ ترسره شوې

author avatar
27 Dec 2021 - 13:54
بادغیس کې د «سولې او یو بل زغملو» جام په نوم د والیبال سیالۍ ترسره شوې
author avatar
27 Dec 2021 - 13:54

قلعه نو (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۰): د بادغیس ورزشي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې لومړی ورزشي فعالیت د «سولې او یو بل زغملو» جام په نوم د والیبال پیل شوې سیالۍ وې چې  نن پای ته ورسېدې.

د بادغیس د بدني روزنې امریت مسوول عبدالکریم وفا وايي چې یادې سیالۍ د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP) په مالي ملاتړ په دوو ډلو کې د اتو لوبډلو ترمنځ جوړې شوې وې، په یادو لوبو کې د دغه ولایت له ولسوالیو هم درېیو لوبډلو ګډون درلود.

هغه وايي: ((د والیبال یادې سیالۍ چې د روان کال د لېندۍ په ۲۷مه د سولې او یو بل زغملو جام په نوم د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې (UNDP) له خوا جوړې شوې وې، تېره ورځ د تابان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.))

د وفا په خبره، د لومړي، دویم او درېیم مقامونو لوبډلو ته د (UNDP) دفتر له خوا جایزې هم ورکړل شوې.

بلخوا د بادغیس یو شمېر لوبغاړو په دغه ولایت کې د ورزشي سیالیو جوړولو قدردانۍ کوي او له حکومتي مسوولینو غواړي چې په یاد ولایت کې د تېر په پرتله د ورزشي فعالیتونو پرمختګ ته ډېره زمینه برابره کړي، څو دوی وکولای شي ورزش وکړي.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.