ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د برېښنا نشتوالي له امله د ملي راډیو ټلوېزیون خپرونې او نورو ادارو چارې درېدلې دي

اروزګان کې د برېښنا نشتوالي له امله د ملي راډیو ټلوېزیون خپرونې او نورو ادارو چارې درېدلې دي

author avatar
30 Dec 2021 - 16:31
اروزګان کې د برېښنا نشتوالي له امله د ملي راډیو ټلوېزیون خپرونې او نورو ادارو چارې درېدلې دي
author avatar
30 Dec 2021 - 16:31

ترینکوټ (پژواک، ۹ مرغومي ۱۴۰۰): په اروزګان کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې برېښنا نشته چې له امله یې د ملي راډیو ټلوېزیون د خپرونو په ګډون د ټولو دولتي ادارو چارې درېدلې او خلک له ستونزو سره مخ دي.

په اروزګان کې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې دولتي او نادولتي ادارو او ښاریانو ته ډېزلي برېښنا ورکول کېده چې دولتي ادارو ته یو کیلوواټ په ۵۰، نادولتي ادارو ته په ۶۵ او ښاریانو ته په ۳۵ افغانۍ حسابېده.

خو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې دغه برېښنا پرې شوې ده چې د ښاریانو ورځنۍ چارې یې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

د اروزګان ملي راډیو ټلوېزیون امریت یوه تخنیکي کارکوونکي چې له نوم اخیستلو یې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وویل، د دولتي برېښنا له بندېدو سره د دغه ټلوېزیون نشرات بند شوي، په داسې حال کې چې ټولې اداري او نشراتي چارې یې د دولتي برېښنا په وسیله ترسره کولې.

هغه زیاته کړه، دغه ستونزه یې له مرکزي ادارې سره شریکه کړې خو تر اوسه نه ده حل شوې.

له دې ورها خوا د اروزګان د پوهنې ریاست یوه کارکوونکي هم چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل، د برېښنا نشتوالي د دوی ټولې چارې درولې او ان د مکتوبونو د پرېنټ او کاپي چارې هم په بازار کې ترسره کوي.

د ده په خبره، د برېښنا د نشتوالي له امله کارمندان د مراجعینو کارونه نه شي کولای او ټوله ورځ بېکاره ناست وي.

د برېښنا نشتوالي د دولتي ادارو ترڅنګ د ښاریانو ورځنۍ چارې هم ټکنۍ کړې دي.

د ترینکوټ ښار یوه فلزکار پژواک ته وویل، د برېښنا له بندېدو سره یې فابریکه تړل شوې او لاس تر زنې ورته ناست دي.

دی وايي، مخکې یې د دولتي برېښنا په وسیله د ورځې او شپې ماشینونه چلول خو اوونۍ وشوه چې بیا یې ماشینونه نه دي څرخېدلي.

د دولتي او نادولتي ادارو کارکوونکي او ښاریان د برېښنا ادارې پر چارواکو غږ کوي چې برېښنا دې بېرته فعاله کړي.

د اروزګان د برېښنا ادارې مسوول مولوي رحیم الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې یوازېنۍ همدا ډېزلي برېښنا شته چې له تېرو څو کلونو راهیسې دولتي او نادولتي ادارو او ښاریانو ته ورکول کېده خو په دې وروستیو کې د تېلو د نشتوالي له امله یې ټول جنراټورونه درېدلي او برېښنا پرې شوې ده.

دی وايي، دا ستونزه یې د ولایت په ګډون له مرکزي ادارې سره شریکه کړې ده او له هغوی یې غوښتي چې هر څو ژر دغه ستونزه هواره کړي.

نوموړی زیاتوي، هڅه کوي چې نه یوازې د برېښنا جریان بیا پیل شي، بلکې په ۲۴ ساعته توګه یې ښاریانو ته ورسوي.

Visits: 115

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.