د سوداګرۍ سرپرست وزیر د ازبکستان له مرستیال لومړي وزیر سره وکتل
د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست د ازبکستان د صدراعظم له مرستیال او د سوداګرۍ او پانګونې له وزیر سره په کتنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست د ازبکستان د صدراعظم له مرستیال او د سوداګرۍ او پانګونې له وزیر سره په کتنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
په اروزګان کې د یوه خبریال په ګډون ۶۷ او په زابل کې ۱۲۸ په بېلابېلو جرمونو تورن او په نشهيي توکو روږدي کسان له زندانونو خوشي او خپلو کورونو ته ولېږل شول.
ځینو ایراني رسنیو راپور ورکړی، په دغه هېواد کې مېشت هغه افغان کډوال چې د نوملیکنې او سرشمېرنې په بهیر کې یې برخه اخیستې ده، له بانکي خدمتونو برخهمن کیدای شي.
په اروزګان کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې ۴ کسان مړه او ۵ نور ټپيان شوي او د یوې سرګلولې چاودنې بیا ۲ ماشومان ټپيان کړي دي.
چارواکي وايي، په کابل ښار کې یې د وسلهوالو غلو هغه ډله چې د «مجاهدینو» له نوم او دولتي موټرو په ګټې اخيستنې يې غلاوې کولې، نیولې او یو تښتول شوی کس یې ترې راخوشی کړی دی.
د بدخشان سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي.
په پاکستان کې پنځه افغان محصلين چې له اسلام اباده کوېټې ښار ته پر لار وو، په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوي دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته د تلونکو افغانانو د لېږد بهیر بشپړ شو او ټول ۱۳۵۸۲ افغان حج کوونکي مکې مکرمې ښار ته رسېدلي دي.
په کابل کې د چين سفیر د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره په ليدنه کې ژمنه کړې چې چين ته د افغانستان د وچو او تازه مېوو د صادرولو په برخه کې همکاري کوي.
د بلوچستان شیراني سیمه کې د یوې ترافیکي پیښې له امله د یو شمبر افغانانو په ګډون ۲۰ تنه مړه شوي. پاکستانیو رسنیو خبرو ورکړی چې دا پیښه نن تر غرمې مخکې هغه مهال…
د زابل د عامې روغتیا ریاست له خوا د دغه ولایت پر ۱۰زره کورنیو د روغتیا ساتنې د کیټونو وېش پیل شو.
ځیني شنونکي او سیاسي څېرې وایي، د علماوو د غونډې جوړېدل یوه اړتیا وه، خو په پرېکړهلیک کې یې باید د نجونو ښوونځیو پرانيستو او ټولګډون حکومت د جوړښت په څېر مسایلو په اړه واضح…
د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې يوه خيريه بنسټ له ۱۵۰۰ زلزلېځپلو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. د ګلزاد بنسټ له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په…
د تخار د پوهنې ځيني مسوولین د دغه ولایت په یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې ښوونځيو ته د ودانیو له نشتوالي شکایت لري او وایي، زرګونه زدهکوونکي په ازاده فضا او تر سره لمر لاندې درس وایي.
په کابل کې یو شمېر ښځو د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي دې پرانیزي.
له تېرې ورځې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د یوې چورلکې انځورونه او ويډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ګواکې یوه حکومتي مسوول خپله مېرمن په لوګر کې د خسر له کوره خوست ته په نظامي چورلکه کې بیولې خو حکومت یې ردوي.
جاپان له افغانستان سره په پراختيايي برخو کې ۱۴ میلیون امریکایي ډالر مرسته کوي او ناروې ویلي چې له کنګل حالته د افغانستان د شتمنۍ د ایستلو پلوي کوي.
د کونړ امنيه قومانداني وايي، په شلتن ولسوالۍ کې لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوې دي.
د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي شکايت کوي چې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نه لري او ډېرى وخت نه شي کولاى خپل ناروغان پر وخت روغتون ته ورسوي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، سږ کال به په دغه ولايت کې د وچکالۍ له امله د شولو په کښت کې ۳۰ سلنه کموالی راشي.
په هرات ښار کې ځیني موټر چلوونکي د ښار پر سړکونو، کوڅو او نورو لارو په خپلسر ډول د جمپونو جوړولو په اړه اندېښنه ښيي او د لرې کولو غوښتنه یې کوي.