Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په خوست کې سلګونه کیلو ګرامه نشه يي توکي وسوځول شول

خوست ښار (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۰): په خوست کې سلګونه کیلو ګرامه نشه يي توکي په عام محضر کې د حکومتي چارواکو له خوا وسوځول شول.

مسوولين وايي چې دغه نشه يي توکي د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو د بېلابېلو عملياتو پرمهال نيول شوي دي.

په دغو نشه يي توکو کې ۱۵۸۰ کیلو ګرامه چرس، ۱۱۰۰ ليتره الکولي مشروبات، یو کیلو او درې سوه ګرامه تریاک، ۵ کیلو او سل ګرامه شیشه، ۳۴۰ ګرامه هیرویین، ۱۱۰ لیتره ایتانول او ۸۰۰ بنګدانه کیلو ګرامه شامل دي.

د خوست امنيه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت د يادو نشه يي توکو د سوځولو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې د امنيتي ځواکونو لاسته راوړنې ستايي او د لا جدي اجرااتو ډاډ ورکوي.

ورته مهال د خوست والي مولوي محمد نبي عمري بيا خپلو خبرو کې وویل چې د نوي حکومت په راتګ سره په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو په ځانګړي ډول د نشه یي توکو د پېر او پلور پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده.

عمري زیاته کړه، د نشه یي توکو استعمال د زياتره جنايي جرمونو زېږنده ده او د حکومت ترڅنګ د ټولنې عام وګړي هم بايد د دغه ناوړه عمل د مخنيوي په برخه کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

نوموړي همدارنګه وويل، له نېکه مرغه چې خوست کې د نشه یي توکو کر او کښت صفر دی، خو ولې د معتادينو شمېر لا هم په کې زيات دی.

هغه وايي، د معتادينو د درملنې لپاره هم ځانګړي پروګرامونه تر کار لاندې لري چې ډېره ښه پايله به ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.