ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ته د هند شپږ ټنه درملو نوې مرسته راورسېده

کابل ته د هند شپږ ټنه درملو نوې مرسته راورسېده

author avatar
7 Jan 2022 - 15:27
کابل ته د هند شپږ ټنه درملو نوې مرسته راورسېده
author avatar
7 Jan 2022 - 15:27

کابل (پژواک، ۱۷مرغومی ۱۴۰۰): له افغانستان سره د هند هېواد د مرستو دويمه جوپه چې شپږ ټنه درمل پکې شامل دي، نن کابل ته راورسېده.

د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د هندوستان هېواد له خوا له افغانستان سره مرسته شوي شپږ ټنه درمل نن سهار کابل کې اړوندو مسوولينو ته وسپارل شول.

شاوخوا یوه اوونۍ مخکې هم افغانستان ته د هند ۵۰۰ زره ډوزه کرونا ضد واکسین مرسته رسېدلې وه.

هندي لوري هغه مهال ژمنه کړې وه چې دوی به افغانستان ته په راتلونکو اوونیو کې دا ډول ۵۰۰ زره ډوزه نور واکسین مرسته هم وکړي.

مجاهد لیکلي چې د افغانستان حکومت د هند هېواد له بشردوستانه مرستو او همکارۍ څخه مننه کوي.

د یادونې وړ ده چې هند تېره میاشت هم د روغتيا نړيوال سازمان له لارې له افغانستان سره د ۱.۶ ټنه درمل او نور روغتیایي توکو مرسته کړې وه.

 

Visits: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.