ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکمنستاني چارواکي: په افغانستان کې د ټاپي پروژې د تطبیق زمینه برابره شوې

ترکمنستاني چارواکي: په افغانستان کې د ټاپي پروژې د تطبیق زمینه برابره شوې

author avatar
7 Jan 2022 - 15:58
ترکمنستاني چارواکي: په افغانستان کې د ټاپي پروژې د تطبیق زمینه برابره شوې
author avatar
7 Jan 2022 - 15:58

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۰): د ترکمنستان د بهرنيو چارو مرستیال وزير وفاحاجيوف چې د يوه پلاوي په مشرۍ يې د افغانستان هرات ولايت ته سفر کړی، ويلي چې د افغانستان وضعيت ښه شوی، نو ځکه په دغه هېواد کې د ټاپي پروژې د تطبيق زمينه برابره شوې ده.

د هرات د سوداګرۍ خونې له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د ترکمنیستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او د ټاپي پروژې عمومي رئیس محمدمراد امانوف او ورسره پلاوي پرون د ټاپي پروژې د کار د ګړندي کېدو په موخه د دغه ولايت د سوداګرۍ خونې له مشرانو سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې وفاحاجيوف په دې ليدنه کې وويل چې د ټاپي پروژې د تطبیق په برخه کې مهم بحث امنيتي موضوع ده چې اوس افغانستان کې وضعيت ښه شوی او په ياد هېواد کې د ټاپي پروژې د تطبيق زمينه برابره شوې ده.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويلي چې روان میلادي کال به په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې کار بشپړشي او په ورته وخت کې به په افغانستان کې يې د پيپ تېرولو کار هم پيل شي.

حاجيوف وويل چې په هرات او نورو هغو ولايتونو کې به د ګاز د وېش منظم پلان عملي شي چې ټاپي پروژه ترې تېرېږي.

په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي چې د هرات د سوداګرۍ خونې مشر محمديونس قاضي زاده په دې ليدنه کې ټاپي پروژې ته په اشارې سره ويلي چې بايد د يادې پروژې تخنيکي موضوعات له خصوصي سکتور سره شريک شي او د تخنيکي موضوعاتو په اړه له لوجستيکي شرکتونو سره خبرې وشي.

Visits: 878

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.