ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“سږ کال ننګرهار کې ۵۵۰ ټنه شات تولید شوي”

“سږ کال ننګرهار کې ۵۵۰ ټنه شات تولید شوي”

author avatar
20 Jan 2022 - 11:52
“سږ کال ننګرهار کې ۵۵۰ ټنه شات تولید شوي”
author avatar
20 Jan 2022 - 11:52

جلال اباد (پژواک، ٣٠ مرغومی ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د شاتو مچيو روزنې اتحاديې مسوولين وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې ۵۵۰ ټنه شات توليد شوي چې لږ تر لږه ۱۶۵ ميليونه افغانۍ عوايد به ترې ترلاسه شي.

په ننګرهار کې د شاتو مچيو روزنې شاوخوا ۶۰۰ فارمونه شته چې زرګونه کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

په یاد ولایت کې د شاتو مچيو روزنې اتحاديې مشر رياض احمد رودوال د مرغومي په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل چې سږ کال په ننګرهار کې د شاتو مچيو فارم لرونکو له لوري ۵۵۰ ټنه شات توليد شوي دي.

دی وايي، د ننګرهار شات د هېواد مختلفو ولايتونو ته لېږل کېږي او ښه بازار لري خو تر اوسه يې نړيوال بازار ته لار نه ده پيدا کړې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، سږ کال به د شاتو له حاصلاتو لږ تر لږه ۱۶۵ ميليونه افغانۍ ترلاسه شي چې د تېر کال په پرتله په کې تر شل ميليونه افغانيو زياتوالی راغلی دی.

رودوال وويل: ((موږ تېر کال د دوبۍ په نړيوال نندارتون کې برخه اخيستې وه، زموږ شاتو ښه مينه وال پيدا کړي، خو دا چې نړيوال روغتيايي او د سټنډرډ سندونه مو نه درلودل، نو سږ کال مو صادرات نه درلودل خو را روان کال به انشاءالله موږ نړيوال مارکېټ ته د ننګرهار او هېواد توليد شات صادر کړو.))

نوموړي هيله مندي وښوده چې سږ کال په ننګرهار کې بارانونه هم ډېر شوي چې ورسره به را روان کال ښېرازه وي او دغه راز هغو ساحو ته چې تېر کال تګ نه کېده، سږ کال امنيت ښه شوی، مچۍ لرونکي به تلای شي او را روان کال به د شاتو حاصلات لا لوړ شي.

بلخوا د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي عبدالستار محمد وايي چې په دغه ولايت کې سږ کال ۵۵۰ ميټريک ټنه شات توليد شوي دي.

هغه زياته کړه چې تر شپږ سوه ډېر د مچيو د روزنې فارمونه موجود دي چې زرګونه کسان په کې پر کار بوخت دي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د شاتو مچيو روزونکي چې د کار پر وړاندې هره ستونزه او خنډ ولري، دوی به يې د حل په موخه ګامونه پورته کړي.

ننګرهار چې یو کرنيز ولايت دی او ډېرې سيمې يې د کال اکثرو مياشتو کې شنې وي، د شاتو مچيو د روزلو لپاره مناسب ځاى دى.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.