ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن د تېرې اوونۍ په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی

نن د تېرې اوونۍ په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی

author avatar
29 Jan 2022 - 15:47
نن د تېرې اوونۍ په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی
author avatar
29 Jan 2022 - 15:47

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۰): نن د تېرو اووه ورځو په پرتله د مایع ګاز، بورې او غوړیو بیې لوړې شوې خو د قزاقي اوړو او وریجو بیې ټيټې شوې دي.

د کابل ښار شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین د معلوماتو له مخې، نن د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۱۰۲ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۵۰ افغانۍ تبادله کېږي.

د سلواغې په ۲ مه هم د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۱۰۴ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۵۰ افغانۍ تبادله کېدې.

  د مایع ګازو بیه لوړه شوې

دغه راز د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن د تېرو اووه ورځو په پرتله د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۸۸  څخه ۹۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

نوموړی وايي چې د ګازو بیه د وارداتو د کموالي او تقاضا د ډېرېدو له امله لوړه شوې ده.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر د یوه لېتر پټرولو بیه ۸۱ افغانۍ او د یو لیتر ډیزلو بیه ۷۷ افغانۍ ده.

د ځینو خوارکي توکو بیې لوړې شوې خو د ځينو نورو کمې شوې دي

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي وویل چې د تېرو اووه ورځو په پرتله نن په عمده ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۲۴۵۰ افغانۍ څخه ۲۴۰۰ افغانۍ ته او د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه له ۲۸۰۰ افغانۍ څخه ۲۶۰۰ افغانۍ ته ټيټه شوې ده.

د یادو موادو بیه د وارداتو د ډېرېدو او تقاضا د کمېدو له امله ټيټه شوې ده.

خو نوموړی وايي چې نن د تېرو اووه ورځو په پرتله د ۱۶ لیتره مالیزیايي غوړیو عمده بیه له ۲۷۵۰ څخه ۲۸۰۰ افغانۍ، او د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۳۱۵۰ افغانۍ څخه ۳۱۵۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

نوموړی د یادو موادو د بیو ډېرېدو لامل په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیو لوړېدل بولي.

خو هغه وویل، نن د تېرو اووه ورځو په څېر د یوه کیلوګرام شین اندونیزیايي چای بیه ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقايي چای په ۴۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي زاده پژواک اژانس ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۳۲۵۰ افغانۍ، ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۸۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۵۰۰ افغانی او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې په خپل حال پاتې دي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.