ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوناما: اوسني حکومت سره له کار پرته افغانانو سره مرستې ناشونې ده

یوناما: اوسني حکومت سره له کار پرته افغانانو سره مرستې ناشونې ده

author avatar
3 Mar 2022 - 02:43
یوناما: اوسني حکومت سره له کار پرته افغانانو سره مرستې ناشونې ده
author avatar
3 Mar 2022 - 02:43

کابل (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۰): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دسیاسي استازولۍ ددفتر (یوناما) مشره وایي، چې  له سرپرست حکومت سره له کار پرته افغانانو سره مرستې ناشونې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یوناما لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،  چې تیره شپه د امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړه، غونډې ته افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز د حالاتو راپور وړاندې کړ چې په کې یې په افغانستان کې د یونانا بشري فعالیتونه په ډاګه کړل.

هغې زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سازمانونو په روان ژمي کې د افغانستان د ۴۰۱ ولسوالیو له ډلې څخه په ۳۹۷ ولسوالیو کې نژدې شل میلیون خلکو سره یو څه مرستې کړي دي.

خو  لاینز دغه راز دملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي : : «. مو باور نه لرو چې د اوسنۍ ادارې سره له کار کولو پرته وکړای شو چې د افغانانو سره رښتینې مرستې وکړو.»

هغې زیاته کړې ، دا ښایي ځینو ته مشکل وي چې ومني، «خو دا ډیر مهم دي.»

دافغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبرا لاينز وويل: ” اوس د افغانستان اقتصاد ته رسیدنه ډيره اړينه ده. لنډ مهاله مرستې برابرول د هيلې ورکولو يا پر ځان د افغانانو دبسياينې لپاره ديو قوي بنسټ چمتو کول نه دي”.

دا د یوې میاشتې په ترڅ کې د افغانستان د وضعیت او پدې هیواد کې د بشري کړکیچ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوهمه غونډه ده.

تیره میاشت هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت د ارزونې په هدف یوه غونډه بللې وه چې غړو یې د بشري بحران په ځانګړي ډول د بشري وضعیت او د طالبانو لخوا د محدودیتونو او پخوانیو سرتیرو او ښځینه فعالانو د نیولو په اړه اندېښنې ښودلې وې.

 

Visits: 168

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.