منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۶ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

راتلونکی کال له سېلابونو سره مخ ولایتونو کې ۴۸ نوې او انتقالي پروژې پلې کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۰): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت راتلونکی کال د سېلابونو له ګواښ سره مخ ولايتونو کې د ویالو ساتنې او پاکولو ۴۸ نوې او انتقالي پروژې پلې کوي.

دغه څرګندونې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم د کب په ۱۷مه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې.

هغه وویل چې دغه وزارت به په راتلونکي کال کې د سېلابونو له ګواښ سره مخ ولايتونو کې د ویالو د ساتنې او پاکولو ۴۸ نوې او انتقالي پروژې پلې کړي.

نوموړی وویل چې په راتلونکي کال کې به د طبیعي پېښو له امله ١٨٧زره زیانمن شوو کورنیو او له اقتصادي ستونزو سره مخ ۷ میلیونه اړمنو او زیانمن شوو کسانو ته روغتیایي خدمات ورسوي، خوراکي او غیر خوراکي توکي به پرې ووېشل شي.

دی وایي چې تر اوسه پورې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله ۷۹ زره او ۶۷۰ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکو وېشل شوي دي.

مسلم وویل چې د طبيعي پېښو له امله د وژل شوو ۵۱ کسانو له کورنيو سره تر دوه ميليون افغانيو ډېره مرسته شوې ده.

هغه وویل، په مزارشریف، کندوز، کندهار، ننګرهار او تخار ولایتونو کې له څه باندې ۴۸ کیلومتره نظامي او روزنیزې ساحې ماینونو پاک شوي دي.

د ده په خبره، تر اوسه له ازبکستانه ۶۳ واګونه خوراکي او غیر خوراکي توکي بشري مرسته ترلاسه شوې او شاوخوا شل زره کورنیو ته وېشل شوې ده.

مسلم زياتوي چې له پاکستانه هم خوراکي او غیر خوراکي توکي بشري مرسته ترلاسه شوې چې د ۳۶ زره کورنیو اړتیا به پوره کړي.

د نوموړی په وينا، له چین څخه ۶۲۵۰ ټنه وریجې مرسته ترلاسه شوې چې ۶۲ زره او ۵۰۰ کورنیو ته به ووېشل شي.

هغه وویل، له ترکمنستان او قزاقستان هېوادونو څخه هم خوراکي او غیر خوراکي توکي مرسته ترلاسه شوې چې ۷۶زره اړمنو کورنیو ته به بسنه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې