Language

هغه امریکايي ومړ چې د خوګ زړه ورته پیوند شوی و

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۰): د راپورونو له مخې، هغه ۵۷ کلن امریکایي مړ شوی چې د خوګ زړه ورته پیوند شوی و.

د امریکا غږ د یوه راپور له مخې، دغه ۵۷ کلن امریکايي ډیویډ بنیټ نومېده او د دغه هېواد د مریلنډ په دولتي روغتون کې مړ شوی دی.

پرون یاد روغتون په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې څو ورځې مخکې د  بنیت وضعیت خراب شو.

د نوموړي زوی د روغتونو له ډاکټرانو مننه وکړه او ویې ویل چې هغوی تر خپل وسه هڅه وکړه چې پلار یې ژوندی پاتې شي.

login or register a new account.