منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۳ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

دایکنډي کې یو روږدی: غواړم کورنۍ مې ما پیدا کړي او له اعتیاده مې وژغوري

· ۴ دقیقې لوستل · ۲۳۹ کتنې

نیلي (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): د دایکنډي ولایت د خدیر ولسوالۍ یو معتاد موسی صادقي ناهیلي څرګندوي او وايي چې تېر ته ګرځېدل او د سوکاله او ارام ژوند جوړول ورته اوس په یوه خوب بدل شوي دي.

صادقي په ۳۴ کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره په ایران کې اوسېده، خو له هغه را وروسته یې له تباهۍ او بدبختۍ پرته بل څه نه دي په نصیب شوي.

خو هغه اوس د خپل ژوند دردوونکې کيسه د پژواک خبري اژانس له خبريال سره شریکه کړې ده.

موسى وايي، ٢٦ کاله کېږي چې په نشه يي توکو روږدی شوی او ښه ژوند نه لري.

هغه زیاته کړه: «په ایران کې معتاد شوم، د تریاکو له استعماله مې پیل وکړ؛ هیله مې درلوده چې خپل اولادونه لوی کړم، خو ژوند مې په خپل لاس خراب کړ.»

هغه زیاته کړه چې په لومړيو کې يې د خپلو ملګرو د هڅونې له امله نشه يي توکو ته مخه کړه، خو د وخت په تېرېدو سره د روږدي کېدو په دام کې راګیر شو او نور یې ونه شو کولای له دې دامه ځان خلاص کړي.

نوموړي وویل: «هر کار د انسان په خپل لاس کې دي؛ سمه ده چې بې لارې ملګری سړی دې کار ته کشوي، خو له داسې خلکو لېرې والی د شخص په خپل لاس کې دی چې ما غفلت وکړ.»

صادقي وروسته له هغه چې په ایران کې نشه یي توکو ته مخه کوي، له خپل کور او کورنۍ هم شړل شوی او اوس د دایکنډي ولایت د مرکز نیلي ښار په شا وخوا کوڅو کې ښکته پورته کېږي.

د هغه په ​​وينا، اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

هغه چې د خبر پر مهال غریو نیولی و، وویل: «اوس نه پیسې لرم چې بېرته کور ته لاړ شم او نه له دې ناروغۍ د خلاصېدو توان لرم، له ورځو او میاشتو راهیسې سرګردانه یم.»

بلخوا، د هغه په ​​وینا، خلک ده او د ده په شان نورو کسانو ته د انسان په سترګه نه ګوري او تل یې ځوروي.

هغه وایي: «خلک فکر کوي چې موږ معتادین تل نشه یو او له وضعیت څخه ناخبره یو، خو موږ ښه پوهېږو چې د نورو ژوند څنګه تېرېږي او موږ څومره د خلکو له سترګو لرې یو.»

په ورته مهال، هغه څو ځلې يې پرېکړه کړې چې نشه يي توکي ونه کاروي، خو نه دی توانېدلی چې د خپل ځان مخه ونیسي؛ ځکه د ده په خبره، که نشه يي توکي مصرف نه کړي، ټول ځان یې درد کوي، تبه او زړه بدوالی ورته پیدا کېږي.

هغه زیاته کړه، څو ځلې د درملنې لپاره پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکز ته لاړم، خو له دوو میاشتو وروسته مې بېرته نشه يي توکو ته مخه کړه، لامل یې هم له کورنۍ لرېوالی او داخلي وسوسې بولي.

صادقي دغه راز وویل، په تېرو څو میاشتو کې دی او نورو دوستان یې وهل شوي او ځورول شوي دي.

هغه ادعا کوي حکومتي ځواکونه په دایکنډي ولایت کې د نشه يي توکو پلورونکي وهي او ټکوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا