ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: حکومت نوروز په رسمي ډول نه نمانځي، خو خلکو ته یې د نمانځلو ممانعت نشته

مجاهد: حکومت نوروز په رسمي ډول نه نمانځي، خو خلکو ته یې د نمانځلو ممانعت نشته

author avatar
20 Mar 2022 - 23:23
مجاهد: حکومت نوروز په رسمي ډول نه نمانځي، خو خلکو ته یې د نمانځلو ممانعت نشته
author avatar
20 Mar 2022 - 23:23

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۰) د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې حکومت په رسمي ډول نوروز نه نمانځي خو زیاتوي چې خلک کولی شي په خپله خوښه یې ونمانځي.

هغه دغه څرګندونې د کب په ۲۹مه له بي بي سي سره په خبرو کې کړې دي.

مجاهد زیاته کړې، هغه مراسم چې په اسلام کې نشته، دوی یې نه نمانځي، خو که خلک وغواړي چې نوروز ونمانځي نو دوی یې مخه نه نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې سبا (دوشنبې، د وري لومړۍ نېټه) د ۱۴۰۱ کال د پیل او نوروز ورځ ده، سرپرست حکومت په رسمي توګه د رخصتي اعلان هم نه دی کړی.

بلخوا په ټولنیزو شبکو کې اوازې خپرې شوې چې حکومت مامورینو ته دندو ته د حاضرېدو ویل شوي دي.

له  اوږدې مودې راهیسې نوروز په افغانستان کې د یوې دودیزې مېلې په توګه نمانځل کېږي او زرګونه خلک په کې برخه اخلي.

ملګرو ملتونو هم نوروز د یوه نړیوال کلتوري میراث په توګه پېژندلی او د مارچ ۲۱مه یې د نوروز نړیوالې ورځې په نوم نومولې ده.

طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال د نوروز پر نمانځلو بندیز لګولی و.

مزارشریف ښار هر کال د وري میاشتې په لومړنۍ نېټه د زرګونو کسانو چې د هېواد له بېلابېلو برخو د نوروز مېلې لپاره ورځي، کوربه وي.

په تېرو دوو لسیزو کې هر کال د نوروز جشن په مزارشریف کې نمانځل کېده او د  په دې ورځ به رسمي رخصتي وه.

دغلته خلک د ښار په څنډو کې هغو دښتو ته ځي چې سره ګلان په کې غوړېدلي وي او په دې توګه د پسرلي راتګ نمانځي.

په تېرو کلونو کې به د نوروز جشن د سخي صاحب په زیارت کې د جنډې په پورته کولو چې ګڼو دولتي مقاماتو به هم په کې ګډون کاوه، پیلېده.

Visits: 504

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.