پل علم (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۱): د لوګر ولایت عامې روغتيا رياست وايي، په مرکز پل علم کې يې ۲۸ هغه درملتونونه او کتنځایونه تړلي چې خدمات يې معياري نه وو.
د لوګر عامې روغتيا رييس ډاکټر قدرت الله عادل پژواک ته وويل:” د قوانینو د تطبیق او بررسۍ مديريت له خوا په پل علم کې د درملو ۲۸ عمده پلورنځي، معاينه خانې او درملتونونه چې خدمات يې غير معياري و، تړل شوي.”
ده زياته کړه چې روغتيا رياست به له دې برخې دوامداره څارنه کوي او هېچاته به اجازه ور نه کړي چې له روغتيايي قوانينو سرغړونه وکړي.
بل خوا د دغه ولايت اوسیدونکي د عامې روغتیا ریاست دا کار ستايي.
د پل علم اوسیدونکي احمدشاه پژواک ته وویل:” موږ د روغتیا ریاست د دې اقدام هرکلی کوو چې له روغتيايي قوانينو څخه د سرغړونکو مخه يې ونيوله.”
ده وويل، لوګر ته له ګاونډيو هېوادونو څخه ډېری درمل په قاچاقي ډول راځي او ټیټ کیفیت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP