ژبه

د سلما بند د برېښنا تولید ولټاژ لوړ شوی

هرات ښار (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱): د هرات ولایت د سلما بند برېښنا مسوولین روان کال په یاد بند کې د برېښنا ولټاژ لوړېدو خبر ورکوي.

د سلما بند تخنیکي مسوول اینجینر احمد شریف ولي پژواک خبري اژانس ته د دغه مطلب د تایید ترڅنګ وویل، له وروستیو ورښتونو سره هم مهاله د دغه بند د اوبو ذخیره کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي څرګنده کړه چې تېر کال د بارانونو نشتوالي له امله د بند د اوبو کاسه کې د پام وړ کموالی راغلی و خو له وروستیو ورښتونو سره د اوبو ظرفیت نسبتا ډېر شوی او په وروستیو څو میاشتو کې ترې شاوخوا ۱۹زره او ۵۰۰ میګاواټه برېښنا تولید شوې ده.

هغه زیاته کړه، تېر کال د سلما بند د برېښنا تولید د سږ کال په پرتله د بارانونو د کمښت له امله لږ و.

login or register a new account.

ورته موضوع