کندهار (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۱): د کندهار د عامې روغتیا ریاست، د خلکو له شکایتونو وروسته ټول هغه درملتونونه تړي چې قانوني جواز نه لري.
اړوند چارواکي وايي، له دې وروسته یوازې فارمسیست کولای شي په جواز لرونکو درملتونونو کې خلکو ته درمل ورکړي.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د تطبیق او څېړنې مدیر ډاکټر ذبیح الله فیضي پژواک خبرې اژانس ته وویل، په یوه تازه ګام کې یې په دغه ولایت کې د روغتیايي پروفایل په نوم یې يوه پروسه پيل کړې چې له مخې یې ټول درملتونونه، روغتونونه او نور روغتیايي مرکزونه ثبتېږي.
هغه زیاته کړه، له دغه اقدام څخه یې موخه دا ده څو ټول جواز لرونکي او جواز نه لرونکي درملتونونه او روغتیايي مرکزونه معلوم شي.
ده وویل: ((اوس مهال موږ په کندهار کې ۶۴۴ درملتونونه، ۲۵ روغتونونه او ۱۵ کلینیکونه لرو چې د فعالیت قانوني جوازونه لري، خو اوس چې موږ د ثبت پروسه پيل کړې ده د درملتونونو او روغتیايي مرکزونو د ثبت شمېر ۷۰۰ ته رسېدلی دی.))
د هغه په وینا، بې جوازه درملتونونه او روغتیايي مرکزونه شته خو اوس مهال یې دوی شمېر نه شي ویلای؛ ځکه د ثبت پروسه لا جریان لري.
د جواز لرونکو درملتونونو او روغتیايي مرکزونو شمېر ۶۸۴ دی خو د عامې روغتیا ریاست له خوا د ثبت په روانه پروسه کې بیا دا شمېر ۷۰۰ ته رسېږي، که څه هم روغتیايي مسوولین د بې جوازه درملتونونو او روغتیايي مرکزونو شمېر نه ښيي خو د جواز لرونکو درملتونونو او روغتیايي مرکزونو تر اصلي شمېر چې ۶۸۴ دی ۱۶ درملتونونه او روغتیايي مرکزونه زیات دي چې بې جوازه بلل کېدای شي.
ډاکټر فیضي وایي، له دې پروسې وروسته به د ټولو هغه کسانو اسناد هم وکتل شي چې په درملتونونو کې کار کوي، له دې وروسته به یوازې فارمیسیستان اجازه ولري چې په درملتون کې خلکو ته درمل ورکړي.
د کندهار اوسېدونکي د دې پروسې هرکلی کوي او وايي، درمل یا روغتیايي خدمات چې د انسانانو ژوند ورپوري تړلی باید د مسلکي کسانو له خوا خلکو ته ورکړل شي.
د یاد ولایت یو اوسېدونکی سیدالله په دې اړه وایي: ((درمل باید د مسلکي کسانو له خوا ناروغانو ته ورکړل شي، دا ډېره جدي موضوع ده په کندهار کې ډېر داسي درملتونونه شته چې کارکوونکي یې مسلکي نه دي، ما ته ډاکټر یو وخت درمل راکړل له دواخانې څخه چې مې را واخیستل ډاکټر ته مې بیرته وروړل هغه یې نوره دوا راکړې وه ځکه درمل پلورونکی نه و په پوه شوی.))
دی وایي، کېدای شي داسې پېښې نورې هم شوې وي، که ناروغ ته له نسخې سره سم درمل ورنه کړل شي د ناروغ د مړینې لامل هم کېدای شي.
د کندهار یو بل اوسېدونکی روزي خان هم وایي، د روغتیا ریاست له خوا په دې پروسه کې باید ولسوالیو ته زیاته پاملرنه وشي او هغه ټول درملتونونه بند شي چې جواز نه لري او یا هم غیر مسلکي کسان درمل پکې پلوري.
هغه زیاته کړه: ((دا موضوع په ولسوالیو کې ډېره جدي ده، زه فکر نه کوم چې په ولسوالیو کې دې لس فیصده دواخانې جواز ولري او یا دې یې کارکوونکي مسلکي وي، نو د عامې روغتیا ریاست باید ولسوالیو ته هم پاملرنه زیاته کړي.))
خلک وايي، په لرو سيمو کې یو شمېر کسان د خوراکي توکو په پلورنځیو کې هم درمل پلوري چې له دې سره ډېر زیانونه تړلي دي او باید مخنیوی یې وشي.
خو د عامې روغتیا ریاست مسوولینو تر اوسه د خوراکي توکو په پلورنځيو کې درمل نه دي موندلي خو د هغه درملو مخه یې نیولې چې د ځانګړو ورځو په بازارانو کې د غیر مسلکي کسانو له خوا پلورل کېدل.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن