منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۱ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د تخار مستوفیت د تېرو اتو میاشتو عواید ۵۴ سلنه ډېر شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۸۰ کتنې

تالقان (پژواک، ٣ غویي ١٠٤١):  د تخار ولايت د مستوفیت مسوولين وايي، په تېرو اتو مياشتو کې يې له ۲۳۳ ميليونه افغانيو ډېر عوايد ټول کړي چې د تېر کال په نسبت ۵۴ سلنه ډېروالی ښیي.

د تخار د مستوفيت رییس مولوي محمد نور حقجو پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو عوايدو کې خالص عوايد شاملېږي چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

د حقجو په خبره، په تېرو اتو مياشتو کې په تخار کې د پاسپورټ او کانونو ادارو تر ټولو ډېر عوايد ټول کړي دي.

حقجو د خپلو خبرو په دوام، ماليه د هېواد د اقتصادي ودې اساس یاد کړ او ټينګار يې وکړ چې خلک بايد د ماليې په ورکولو کې له دولت سره همکاري وکړي.

د ده په وینا، څېړنې ښیي چې د تېر کال په پرتله د دې ادارې عواید ۵۴ سلنه ډېر شوي دي.

په همدې حال کې د تخار اوسېدونکي هم د مالیې ورکړه د هېواد په اقتصادي وده کې اړینه بولي.

شبیراحمد د تالقان ښار هټۍوال دی، نوموړی وایي، هر کال مالیه ورکوي.

هغه وایي، د مالیې ورکړه د دې لامل ګرځي چې پر خلکو د حکومت باور ډېر شي.

شبیر له نورو خلکو هم غواړي چې د مالیې په ورکړه کې ناغېړي ونه کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد