ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروپایي اتحادیې استازي د حج وزیر سره پر یو شمیر موضوعاتو خبرې وکړې

د اروپایي اتحادیې استازي د حج وزیر سره پر یو شمیر موضوعاتو خبرې وکړې

author avatar
11 May 2022 - 04:06
د اروپایي اتحادیې استازي د حج وزیر سره پر یو شمیر موضوعاتو خبرې وکړې
author avatar
11 May 2022 - 04:06

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۱) : د ارشاد حج او اوقافو سرپرست وزیر د اروپایي اتحادیي ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو ډیپلوماتیکو او د هر اړخیزو اړیکو غوښتنه وکړه.

د ارشاد حج او اوقافو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه وزارت سرپرست وزیر دوکتور نور محمد ثاقب او ددې وزارت یو شمېر رئیسانو په ګډون افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره په کابل کې ولیدل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د سرتاسري امنیت د تامین ترڅنګ د خپلو وګړو د خدمت لپاره صادقانه ګامونه پورته کړي.

هغه د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو ډیپلوماتیکو او د هر اړخیزو اړیکو غوښتنه وکړه.

ثاقب زیاته کړه، چې اسلامي امارت ټولو اسلامي او ملي حقوقو ته جدي پاملرنه لري.
افغانستان لپاره د اروپایي اتحاديې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن  د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا، د ښوونې او روزنې، خلکو ته د کار د خوندي فرصتونو برابرولو په برخه کې دهمکاري ژمنه وکړه او په یادو کارونو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رول مهم وبلله.

 

Visits: 147

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.