ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابینې د حج ملي کمیټې جوړولو طرحه تصویب کړه

کابینې د حج ملي کمیټې جوړولو طرحه تصویب کړه

author avatar
19 May 2022 - 00:10
کابینې د حج ملي کمیټې جوړولو طرحه تصویب کړه
author avatar
19 May 2022 - 00:10

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱) : د رییس الوزراء ملا محمد حسن آخند په مشرۍ  د کابینې په غونډه کې د شرعي قبالو د وېش او د جعل او تزویر د مخنیوي لپاره د طرحې د جوړېدو سپارښتنه وشوه.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابینې په دې غونډه کې د سترې محکمې د دارالانشأ د رییس په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د اراضي ادارې، د مالیې وزارت د املاکو ریاست، عدلیې وزارت، کابل ښاروالۍ او له اړوندو متخصصينو سره یوځای د شرعي قبالو د وېش څرنګوالي او د جعل او تزویر د مخنیوي طرحه ترتیب کړي.

سرچینې زیاته کړې، اداري کمېسيون مؤظف شوی، چې د اقتصاد وزارت او د احصایې او معلوماتو ادارې له استازو سره بهرنيو اتباعو ته د کار جواز د وېش د څرنګوالي او په بهرنيو هېوادونو کې د مېشتو افغان کارګرانو د ستونزو حل په موخه د کار آتشې رامنځته کولو او په هېواد کې د بې کارۍ کچې د راکمولو لپاره ترتیب شوې طرحې وڅېړي او پایلې یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

کابینې د حج د چارو د تنظیم او ښه والي په موخه د حج ملي کمیټې د رامنځته کولو لپاره د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت طرحه تصویب کړه.

په خبرپاڼه کې راغليو دغه راز پرېکړه شوې، چې په دې اړه د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ارشاد، حج او اوقافو، ټرانسپورټ او هوایي چلند، عدلیې، مالیې، بهرنيو چارو، عامې روغتیا او کورنيو چارو وزارتونو، د استخبارتو لوی ریاست او د سوداګرۍ خونې په غړیتوب سره کمیټه جوړه شي.
سرچینې ویلي، د کابینې په غونډه کې د نورو موضوعاتو په تړاو هم هر اړخیزه بحثونه شوي دي.

Visits: 359

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.